Homeخبرونهد طالب مشر د حکم د اجرا په لړ کې په ۳...

د طالب مشر د حکم د اجرا په لړ کې په ۳ ولایتونو کې د لمریزې انرژۍ د تولید قرارداد لاسلیک شو

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو حکومت په درو ولایتونو کې د اته میګا واټه لمریزې برېښنا د تولید قراداد په داسي حال کې لاسلیک کړ چې د اوبو او انرژۍ وزیر یې وايي چې هبت الله اخوندزاده امر کړی چې د کانونو د سپړلو په بدل کې ۲۵۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور نن (پنجشنبې) په کابل کې د عوفي بهرام شرکت له مسوول سره د لمریزې برېښنا د تولید د درو پروژو موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې پر اساس، عوفي بهرام شرکت به په شاوخوا ۲۵ میلیون ډالرو په فراه، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې لمریزه انرژي تولید کړي.

د خبر له مخې، دا برېښنا به د فراه، روزګان او پکتیکا د خلکو د اړتیا برېښنا پوره کړي.

د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به اته میګاواټه لمریزه برېښنا تولید او ۵۰۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي. اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ میګاواټه لمریزه برېښنا تولیږي.

ښاغلي منصور د قرارداد له لاسلیکولو وروسته وویل چې دا پروژې د ملاهبت الله اخوندزاده له هغه حکم سره تړاو لري چې د کانونو د استخراج په بدل کې یې د ۲۵۰ میګا واټه برېښنا د تولید په برخه کې صادر کړی دی.

ده وویل:«موږ له امیرالمومنین څخه د کانونو د استخراج په بدل کې د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید په اړه حکم اخیستی دی.»

  د اوبو او انرژۍ وزیرعبدالطیف منصور همداراز وویل چې قراردادي شرکت په کابل کې هم د ۱۰۰ میګا واتو لمریزې بریښنا د تولید په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د عبدالطیف منصور د وینا، اوس افغانستان د اوبو له مختلفو بندونو څخه ۳۰۰ میګا واټه بریښنا تولیدوي. ده وویل چې حکومت یې د ۴۰۰ میګا واټه بریښنا د تولید لپاره چمتووالی لري.

افغانستان اوس مهال ۱۴۰۰ میګاواټه بریښنا لري چې نژدې ۷۰ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. تر تولو ډېره برېښنا له ازبکستان څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...