جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپه امازون کې هغه انسانان کشف شول چې له نورو سره تماس...

په امازون کې هغه انسانان کشف شول چې له نورو سره تماس نه لري

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) په نړۍ کې تر ټولو د منزوي قبیلې غړي په یوه تازه فلم کې څرګند شول.

دا خلک، چې ماشکو پیرو (Mashco Piro) نومول شوي، د سرفایول انترنشنل موسسې د کارکوونکو په فلم کې په داسي حال کې ثبت شوي چې د لاتینې امریکا د پیرو هیواد له ځنګله راوتلي او د لاس پیدراس (Las Piedras) سین په غاړه ګرځي.

رویټرز خبري اژانس د پیرو په لرې پرتو ځنګلونو کې د “مونټ سلواډور” په سیمه کې په نړۍ کې د “تر ټولو جلا شوې” قبیلې د پیژندلو اعلان وکړ او دا قبیله یې د “ماچو پیرو” په نوم معرفي کړه.

ویل کیږي چې دا خلک د خوراکي توکو د لټولو او تګ راتګ لپاره له باران ځنګلونو وځي او په دې وروستیو اوونیو کې له ځنګل وهونکو شرکتونو پکو شوي دي.

د ځايي خلکو د حقونو نادولتي موسسه د دې قبيلې د وګړو شمېر شاوخوا ۷۵۰ تنه اټکلوي او وايي چې په تېرو ورځو کې د دې قبيلې شاوخوا ۵۰ تنه او د ۱۷ کسانو يوه ډله په دوو کليو کې په جلا جلا توګه ليدل شوې ده.

د دې قبیلې د اوسېدو ځای د دوو طبيعي زېرمو ترمنځ په يوه سيمه کې پروت دی او خلک يې په ندرت په عام محضر کې، چې نور انسانان یې ولیدلی شي، راڅرګندېږي او له نورو وګړو سره هېڅ راز ایړکه نه پالي.

مګر اوس، په امازون کې د سیمې د ځنګلونو عمق ته د ځنګل وهونکو شرکتونو پراختیا د ماشکو پیرو قبیلې راز افشا شوی دی.

د برازیل د کاتولیک بشپانو د داخلي مشنري شورا غړې روزا پاډیلا وايي چې د “ماچو پیرو” خلک د برازیل د پولې په اوږدو کې هم لیدل شوي دي.

د هغې په ​​​​وینا، دا بدوي قبیله له ځنګل وهونکو څخه تښتي او یوازې کله نا کله په اوبو او خوړو پسې له څنګله راوځي.

د پادریانو په وینا، د “ماچو پیرو” قوم خلک په کوم ځانګړي ځای کې د اوسیدو ځای نه لري او “تل په تیښته” وي.

امازون د نړۍ ترټولو لوی باراني ځنګل دی چې د جنوبي امریکا په شمال کې موقعیت لري او ډیری برخه یې د برازیل او پیرو په خاوره کې موقعیت لري.

1 COMMENT

  1. یقیناً چی په امازون کی اوسیدنکی دا قبیله تر هغو کسانو ډیر شرافت لری کوم چی نننۍ نړۍ ئی پخپلو ګوتو او مغزونو او بانکونو او ټانکونو کنټرول کړیده او چی زړه ئی غواړی هغه کوی ( د مُډرن توحش سردمداران ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب