Home+سیدجمال الدین افغاني: از افسانه تا حقیقت

سیدجمال الدین افغاني: از افسانه تا حقیقت

د ښاغلي جهاني څېړنیز اثر، سید جمال الدین افغانی: از افسانه تا حقیقت، خپور او پر لیکه سو

د نولسمي پېړۍ د اسلامي نړۍ د نومیالي شخصیت سید جمال الدین افغاني پر ژوند، فکر او مبارزه د څېړونکي او مورخ ښاغلي عبدالباري جهاني دغه اثر، سید جمال الدین افغانی: از افسانه تا حقیقت، په نهو فصلونو او ۲۹۷ پاڼو کي، په دري ژبه لیکل سوی دی.

ښاغلي جهاني هڅه کړې چې د ارواښاد افغاني آثار، مبارزې، د مبارزې انګېزې او دغه راز اغېزې له نویو زاویو وڅېړي او په اړه یې یو شمېر منل سوي روایتونه وننګوي.

د افغاني د ژوندلیک، لیکنو، آثارو، فکري لیدلوري او بهرنیو اړیکو په اړه دا څېړنه د افغانستان او اسلامي نړۍ د ډېرو مهمو موضوعاتو او خوځښتونو ارزونه کوي.

په دغه اثر کې د افغاني سرچینو او باورونو ترڅنګ، د ګڼو نړیوالو سرچینو څخه په ګټه اخیستنه، د ښاغلي افغاني په اړه افسانې څېړل سوي.

لوستونکي کولای سي دغه اثر، د لولو، ویبپاڼي څخه پر لاندي پته ترلاسه کړي.

(دا ځای کلیک کړئ)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...