جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله سپوږمۍ څخه د مځکې د لومړني اخیستل شوي عکس ۵۶ کاله...

له سپوږمۍ څخه د مځکې د لومړني اخیستل شوي عکس ۵۶ کاله پوره شول

له نن څخه ۵۹ کاله وړاندې، د ۱۹۶۶ د اګست په ۲۳مه نېټه، د سپوږمۍ له مدار څخه د مځکې لومړنی عکس واخیستل شو. د Lunar Orbiter 1 سپوږمکۍ د انسانیت لپاره یو تاریخي عکس ثبت کړ چې د کاینات په اړه یې زموږ تصویر د تل لپاره بدل کړ.

دغه بې‌پیلوټه سپوږمکۍ د ناسا له‌خوا د ۱۹۶۶ د اګست په ۱۰مه فضا ته ولېږل شوه. د هغې اصلي دنده دا وه چې د سپوږمۍ د سطحې ځینې نرمې سیمې په تصویر کې راولي تر څو د Surveyor او Apollo ماموریتونو لپاره  د ناستې خوندي ځایونه وټاکل او تایید شي. خو په برخلیک کې تر دې ډېر ستر څه ټاکل شوي و: د ځمکې عکس اخیستل د ماموریت برخه نه وه، حتا فضا ته تر وتلو وروسته هم تر بحث لاندې نه وو. دا د کنټرول ټیم یوه ناڅاپي پرېکړه وه چې د فضا د سپړنې په تاریخ کې یې یو تر ټولو مشهور عکس ثبت کړ.

دا عکس له شاوخوا ۳۸۰ زره کیلومتره واټن څخه اخیستل شوی و او د ځمکې نیمه څېره ښیي ـ له استانبول څخه تر کیپ ټاون پورې ـ  ختیځې برخې یې د شپې تیارو پوښلې وې. که څه هم په هغه وخت کې د ځمکې د سطحې جزییات په کې نه لیدل کېدل، خو ساینسي او احساساتي اغېز ژر او تلپاتې و.

د یو انقلابي عکس تخنیکي میراث

Lunar Orbiter 1 د ۶۸ کیلوګرامه ایستمن کودک عکس اخیستونکی سیستم درلود، چې پراخ لینزونه یې لرل او د فلم د پراختیا، سکن او ځمکې ته د استولو ځانګړې وړتیا یې درلوده. وروسته څرګنده شوه چې دغه کامره په اصل کې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې (NRO) له‌خوا د سړې جګړې پر مهال د جاسوسي سپوږمکۍ لپاره جوړه شوې وه.

د ماموریت له ذخیره شوو معلوماتو څخه دغه اصلي عکس هېڅکله په بشپړ وضاحت سره نه و ترلاسه شوی. یوازې په ۲۰۰۸ کال کې، د Lunar Orbiter Image Retrieval Project (LOIRP) وکولای شول چې د دې تاریخي عکس کیفیت بېرته راژوندی او ډېر ښه کړي، هغه جزییات یې څرګند کړل چې له څلوېښتو کلونو زیات پټ پاتې وو.

د Lunar Orbiter 1 ماموریت د ۱۹۶۶ د اکتوبر په ۲۹مه پای ته ورسېد، او په قصدي ډول د سپوږمۍ په سطحه ټکر کړل شو څو د راتلونکو ماموریتونو لپاره خنډ جوړ نه کړي. لونر اوربیټ یو په خپل ماموریت کې ټولټال ۲۰۵ عکسونه د سپوږمۍ له سطحې او مدار څخه ثبت کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب