جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د تورو زلفو بېلتون | نعمت‌الله صدیقي

د تورو زلفو بېلتون | نعمت‌الله صدیقي

موږ لکه درز وهلي دېوالونه، لکه د خزان پاڼې چې له نري شمال سره مو هم زړه او ځان ځمکې ته لوېږي، ژړا و خندا دواړو ته ایله بهانې لټوو، بیا نو څه وشي؟ خو سترګې سرې او اه له خولې وتل طبعي وي، زړه پرجوشه او وخوټېږي، لکه رېژېږو چې؛ خو په دې نه پوهېږو چې په دې شنه شنډه او ځوانه ځوانۍ هغه مستۍ او خرمستۍ لا څه وي؟ له داسې یوه عالم نړېدلي زړه سره ولې او چا مخ کړي یو؟ طبعیت او طبعي فطرت خو کله هم داسې نه شي کېدای.بیا چې پر خپلو ورکو نغمو او سینه سویو غږونو هم پسې پېښ شې.

بېلتون ضرور په دنیا شته دی
ډېر دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه

پورته لنډۍ مې د استاد جون له هغه غمجمن غږ سره واورېده، چې زموږ خلک یې د ډول او طرز له مخې غرنۍ سندره او غږ بولي، هېر مې دي چې دا غږ به مې اول وار کله اوېدلی وي، خو چې اوس یې هر وخت واورم په زړه مې درد او په تېر پسې د ارمان يوه خاموشه او غلې څپه تېره شي، د وطن د ستړې ورځې او دومره اوږدې شپې او د لرې وطنوالو ناسټیلجیا مې مخې ته ودرېږي او هغه ایډیال، باثباته او د مینې او ملي وحدت ارمانښار ته چې بیا بنده نه وژاړي؛ نو خو (زړه یې مه بوله تور کاڼۍ د صحرا دی)

ولې څوک د دنیا بېلتون نه ویني؟ د تورو زلفو عمر خو دومره نه دی، چې د ورور، کور او مور په اوښکو دې یې هم څوک همدې ارزښتونو ته پرلپسې اور او خاشاک وراچوي، د مینې او هوس دنیا به نور څنګه او څومره ودانېږي؟ چې د زلفو بېلتون دې پر سر ولاړ وي او ته دې د غرور خرمستۍ کوې، ژوند خو یوه خوله خندا ده، څوک یې د ځان لپاره د بل په استثمار یا استحصال تېروي او په چا لکه زموږ دومره پېرزو هم نه لري، چې د ځان او هوس په خاطر یې له خندا پرته ژوند وکړو، کور، ډوډۍ، کالي او ډوډۍ خو لرې خبره ده.

ما د استاد جون د غرنۍ سندرې له اورېدو وروسته پر هغه علت هم چلیپا راښکله، چې ګنې د درنو سماعتونو، غږونو، سازونو، ډول یا موسیقي د دروند او خشن طبعیت ښکارندوی ده، یا فرض کړه ده، نو ایا موږ د همدغسې یوه طبعیت او خشن ماحول په غېږ کې رالوی نشوو؟ چې اوس د هغې یا زموږ د طبعیت خلاف یا برعکس ارامو غږونو ته غوږ نیولي شو. لنډۍ چې په دغه محلي سندرو کې د نازولې شهزادګۍ حیثیت او ځای لري، ځکه خو د جګو غرو سندره پر زړه د ژوبلو وي او یا د ډېرو ارمانونو د لرونکیو د وږیو تږیو سترګو، چې زړه او سترګې یې دواړه په چا پسې که راوتلي نه وي؛ نو د راوتنې کوښښونه خو کوي او ناکامۍ په کې له ورایه ښکاري؛ لکه ښکاري چې په مرغه یې حساسه نښه او سترګې وي، په هرې ښکلا او سترګو کې یې د خپل ستړي ژوند او ناکامې مینې بری او مرام وینې، لکه اوبو چې وړی وي، په سرابونو پسې هم منډې وهي، بېخي لکه هر مخ چې ورته ایینه وي؛ خو دای د ځان پرځای بل څوک په کې ویني.

د لویې پکتیا د څه کم و زیات یوه پېړۍ مخکې د خلکو د مینې، محبتونو او رومانس د سوز او ګداز د داستانونو دا مستانه او استازۍ غږ به خدای د همدې لپاره پرکیف او ژړانده پیدا کړی و، چې شاوخوا پنځوس، شپېته کاله وروسته یې هم خنجره یو چاته د تورو زلفو پر بېلتون وریادوي، چې ګواکې نور خو نو بس دی، اخر بېلتون دی، غرور ولې او نور څومره؟

هغه وخت چې استعماري تاړکونو زموږ د کلچر او محلي موسیقی پر ذوق او عظمت سترګې نه وې لګېدلی، دا هر څه همدومره سوچه او ملي وو، چې بېخي یوې سندرې به هم په یوه وخت کې ارام او په بل وخت کې له خپلو ملي او مستانه ولولو سره ګډ او ویوړې. همغسې لکه د سندرې، شعر، کیسې او په ټوله کې د ادبیاتو رسالت او روایت چې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب