جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکرکټ: افغانستان د اسیا کپ په سخت ګروپ کې دی

کرکټ: افغانستان د اسیا کپ په سخت ګروپ کې دی

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) اسوشیتید پریس خبري اژانس نن د افغانستان د ملي لوبډلې په اړه په یوه راپور کې ویلي، راشد خان به راتلونکې میاشت د اسیا کپ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشري وکړي، چې لوبډله یې ډېره د سپین بالرانو پر بنسټ جوړه شوې ده. د افغانستان يه دې ۱۷ کسیزه شل اوریزه لوبډله کې نوی او تر اوسه په T20 لوبو کې نه لوبېدلی مرموز بالر ای.اېم. غضنفر هم شامل شوی دی.

راشد خان د لوبډلې کپتان ټاکل شوی، ورسره نور احمد، مجیب الرحمان او محمد نبي د سپېن بالرانو په توګه شامل دي. د سپتمبر له ۹مې تر ۲۸ مې به دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د دوبۍ او ابوظبۍ پېچونه د ورو بالرو لپاره ګټور بلل کېږي.

افغانستان له تېر دسمبر راهیسې چې زیمبابوې ته یې ماتې ورکړې، هېڅ شل اوریزه سیالي نه ده کړې. د اسیا کپ تر پیل وړاندې به افغانستان د شارجې په لوبغالي کې د اګست له ۲۹مې څخه په درې اړخیزه سیالیو کې برخه واخلي، چې پاکستان او کوربه هېواد امارات پکې هم شامل دي. غضنفر تر اوسه د T20 نړیوالې لوبې تجربه نه لري، خو په یوې لنډې ODI کارنامې کې یې په ۱۱ لوبو کې دوه ځله پنځه-پنځه ویکټې اخیستې دي. هغه د نړۍ په بېلابېلو T20 لیګونو کې لوبېدلی، په ځانګړي ډول د هندوستان په مشهوره IPL کې.

د افغانستان په لوبډله کې څلور چټک بالرانو ته ځای ورکړل شوی: فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او ګلبدین نایب.

د ابراهیم ځدران بېرته راتګ د لوبډلې د توپ وهنې لیکه پیاوړې کړې، چې د پیلګرو لوبغاړو رحمان الله ګوربز او صدیق الله اتل ملا ورټینګوي او کریم جنت او ځدران به منځنۍ برخه ټینګه کړي. افغانستان په سخت B ګروپ کې ځای پر ځای شوی، چې بنګله دېش، هانګ کانګ او سریلانکا پکې دي. په A ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان، عمان او امارات دي. افغانستان به خپله لومړنۍ سیالي د سپتمبر په ۹مه د ابوظبۍ په لوبغالي کې د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي.


لوبډله:
راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، درویش رسولي، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، محمد نبي، ګلبدین نایب، شرف‌الدین اشرف، محمد اسحاق، مجیب الرحمن، محمد غصنفر، نور احمد، فرید احمد، نوین الحق، فضل الحق فاروقي

زېرملیان (زېرمه لوبغاړي):
وفی الله تره خیل، ننګیالی خروټی، عبدالله احمدزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب