تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان سره د څلورو نوو قراردادونو پر بنسټ به د افغانستان ۱۱ ولایتونو ته برېښنا ورسول شي او د کابل د برېښنا ظرفیت به هم تر ۱۵۰۰ مېګاواټه لوړ شي.
برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ازبکستان د انرژۍ وزارت له اړوندو شرکتونو سره یې د برېښنا د لېږد او وېش څلور لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي. د دې موافقو له مخې به د کابل، کندهار، بغلان، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني او زابل ولایتونو ته برېښنا برابرېږي.
د قراردادونو په جزییاتو کې دا پروژې شاملې دي: د سرخان–دشتالوان لېږد کرښې ۵۰۰ کیلوولټه ، د دشتالوان د برېښنا سټېشن پراختیا، د ۲۲۰ کیلوولټه کابل–ننګرهار لېږد کرښه او په ننګرهار کې د شیخمصري برېښنا سټېشن.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دغو پروژو له عملي کېدو سره به د کابل د تولید او وېش ظرفیت شاوخوا ۱۵۰۰ مېګاواټه ته ورسېږي.
خو په ورته وخت کې، د افغانستان ډېری اوسېدونکي په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم د برېښنا له کموالي او څپڅاند حالت څخه شکایت کوي.
افغانستان، چط په خپله د برېښنا د تولید خو را لوړ ظرفیتونه لري، د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پراخه کچه د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي برېښنا متکي دی. نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي. له ازبکستان سره د برېښنا قرارداد په تېرو کلونو کې څو ځله تمدید شوی، خو د برېښنا د مالي ستونزو او پورونو له امله تل خنډونه لرلي.
سره له دې چې طالبان د برېښنا د وېش د شبکې د ښه کولو ژمنې کړي، د بنسټیزو تاسیساتو کمښت او د تقاضا زیاتوالی د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د خلکو لپاره په جدي ننګونې بدله شوې ده.
د کارپوهانو په وینا، که څه هم نوې پروژې کولای شي یوه برخه ستونزه کمه کړي، خو په کورني تولید، په ځانګړې توګه د اوبو او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې سترې پانګونې لا هم حیاتي دي.