جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو پلاوي په بېلاروس کې له افغان بندیانو او بیلاروسي چارواکو...

د طالبانو پلاوي په بېلاروس کې له افغان بندیانو او بیلاروسي چارواکو سره ولیدل

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د طالبانو د حکومت د مسکو د سفارت یو پلاوی بلاروس ته تللی او هلته یې د دغه هیواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په اړه له بیلاروسي چارواکو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د «حافظ عبدالله یاسر» په مشرۍ یو پلاوی بیلاروس ته سفر کړی او د دې هېواد محبسونه یې له نژدې کتلي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د سفر موخه د بیلاروس په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونه او له دولتي چارواکو سره د هغوی د ستونزو په اړه خبرې کول وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو پلاوي د سفر پر مهال له یو شمېر بیلاروسي چارواکو سره لیدلي او دواړو لورو د افغان بندیانو د ستونزو د حل، د هغوی د وضعیت د ښه والي د لارو چارو او د احتمالي بېرته لېږد موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سفارت سرچینو ویلي، دا خبرې د افغان زندانیانو د ستونزو د حل لپاره ترسره شوې دي، خو تر اوسه د احتمالي موافقو جزئیات نه دي خپاره شوي.

د بیلاروس ولسمشر «الکساندر لوکاشینکو» تېر کال کابل ته د خپل هیواد د یوه پلاوي له سفر وروسته ویلي و چې طالبان له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتنه لري، خو د افغانستان اوسنی وضعیت پېچلی دی او دا موضوع د همکارۍ پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي.

هغه ټینګار کړی و چې طالبانو د بیلاروس په تولیداتو کې لېوالتیا ښودلې ده او زیاته کړې یې وه چې د بیلاروس بهرنۍ سوداګري تر ډېره ختیځ ته متمرکزه شوې ده.

لوکاشینکو په عین حال کې ویلي و چې له هغو هېوادونو سره همکاري چې له بیلاروس سره اقتصادي تعامل غواړي، د دې هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...