شنبه, مې 4, 2024
Home+د نارکیسوس او امینییاس افسانه

د نارکیسوس او امینییاس افسانه

د لرغوني یونان یو داستان 

بیا لیکنه: انډریو کالیماک

ژباړن: امیر کروړ

یادونه: که څه هم ښایي لاندې افسانه زموږ د ټولنیزو اخلاقي معیارونو سره یو څه په ټکر کې وي خو د لوړ تاریخي او ادبي ارزښت له امله وژباړل شوه او له درنو لوستونکو سره شریکیږي.

سریزه:

په یونان کې له نارینه وو سره د نارینه وو د مینې په افسانو کې د امینیاس او نارکیسوس افسانه د هغو افسانو په کتار کې راځي چې «هیوبرسټیک ایرومینوی یانې پر ځان له حده ډیر غره هلک» انځوروي، هغه ډله افسانې چې د پروماکوس او لیوکوماس، همدارنګه د میلیس او ټیماګوراس داستان هم پکې راځي. دا داسې ډرامې دي چې په ګوته کوي؛ هغه هلکان چې له خپلو مئینو سړیو سره سپک چلند کوي نو پخپله خپل ژوند له منځه وړي. په دې بیا ځلې لیکنه کې هڅه شوې ده چې دا افسانه پخپله اصلي بڼه وړاندې شي، نه د هغې کیسې په شکل چې وروسته د اوویډ لخوا د هغه په «میتامورفوسس» کې خپره شوه، دا افسانه د شاعر له خوا غلا شوې وه (لکه څرنګه چې پخوا دا یو دود و) چې د داستان د بدلون لپاره د هغه اړتیا پوره کړي.

د کیسې د اتل نوم دلته له اصلي یوناني بڼې څخه اخیستل شوی دی، لکه څرنګه چې په یوناني ژبه کې د (narkē) کلمه د بې حسۍ یا بې پروایۍ په مانا ده، نو له همدې ریښې څخه موږ د (narcotic) یا (narcosis) کلمې ترلاسه کوو چې د ګنګسوالي یو ډول حالت دی. پر دې بنسټ د نارکیسوس نوم هم یو داسې مفهومي نوم دی چې یو څه ته اشاره کوي او دا موږ ته راښیي چې هغه د پخوانیو ځوانانو د داسې کهول استازولي کوي چې د نورو خلکو د احساساتو په اړه بې پروا او بې حسه دی. په ځانګړي ډول د هغه دا بې پروایي نوموړی د خپلو مئینو له مینې لرې پاتې کوي، هغه سړي چې په پخوانۍ یوناني ټولنه کې د دوی دنده دا وه چې خپل معشوقان لا هم ښه او بهتر کړي.

لکه چې ایلیان په دې اړه داسې شننه کوي:«له معشوقانو سره د مئینانو په مینه کې د ښیګڼو د تحریکولو لپاره  د پام وړ ځواک شته، خو په دې شرط چې لومړی هماغه مئینان پخپله د دې وړ وي چې درناوی ورته وشي.» نو پر دې بنسټ د نارکیسوس ځان وژنه کولی شو د یوې فکري او ټولنیزې مړینې د سمبول په توګه ومنو، داسې چې یو د تریو تندي خاوند او ځواب نه ورکوونکی ځوان د خپل ځان برخلیک پکې ټاکي، په داسې حال کې چې د درناوي وړ سړیو د ښیګڼو غوښتونکو ګټو د جبران لپاره کوم تمایل نه لري.

نو که څه هم په اوسنۍ زمانه کې د نارکیسوس نوم له ځان سره واړه مثبت رومانټیک او ګلورین مفاهیم لري خو لکه څرنګه چې په دې افسانه کې کارول شوی اصلي مانا یې یوې احمقانه بې حسۍ ته ډیره نیږدې ده.

د کیسې متن:

د نارکیسوس مور د خپل زوی برخلیک ته ډیره اندیښمنه وه، ځکه چې هلک ډیر زیات ښایسته و، حتی هغه مهال چې نړۍ ته راغلی و نو هر څوک به چې ورنیږدې شول په لیدو به یې ویلې شول.

نوموړې د خپلې ویرې په حال کې د یوه سترګور سړي په لټه کې وه چې ړوند ټیریسیاس نومیده. له هغه څخه یې وپوښتل:«ایا زوی به مې د بوډاتوب تر منګه ورسیږي؟»

«هو… خو یوازې هغه مهال چې هیڅکله هم خپل ځان ونه پیژني!» فال کتونکي یو مرموز ځواب ورکړی و، د نوموړي دې تیاره خبرداري هغه ښکار کړې وه او په دې ځواب کې یې کومه مانا او احساس نشو موندلی.

نارکیسوس پنځلس کلنۍ ته رسیدلی و او د ډیرې ښکلا له امله ځلیده. په ښار کې سړیو له هغه څخه سترګې نشوې اړولی او له یو بل سره به یې داسې سیالۍ کولې چې د هغه پام د ځان په لور واړوي. خو نارکیسوس د مینې خدای ایروس ته سپکاوی وکړ او خپلو ټولو مئینانو ته یې هم سپکاوی وکړ. مئینانو یې چې د نوموړي دا چلند ولیده نو هغه یې یوازې پریښوده او په کوم بل ځای کې له هلکانو سره د مینې په لټه کې شول. خو له نارکیسوس سره د امینیاس مینه اورنۍ وه، کله یې چې له بیا لیدو څخه نهیلی شو نو د نارکیسوس د کور په دروازه کې ودریده او په زوره یې چیغې کړې چې:«زه له تا سره مینه لرم، زه به هر څه وکړم، حتی خپل ژوند به هم له تا څخه ځار کړم.»

نارکیسوس د دې پر ځای چې له کوره رابهر شي او د خپل میلمه هرکلی وکړي، خپله توره یې راواخیسته او له کړکۍ یې بهر وار کړه چې د امینیاس په پښو کې وغورځیږي. امینیاس خپله ټوله هیله له لاسه ورکړه، له خدایه یې له ظالم هلک څخه د غچ اخیستو غوښتنه وکړه او چیغه یې کړه چې:«نارکیسوس ته هم داسې د مینې احساس ورکړه چې زړه سوځوي او له هغه چا څخه یې جلا کړه چې دی یې غوښتنه لري.» بیا یې توره له تکې راوویسته او په خپل ټټر کې یې دننه کړه. نارکیسوس به د هر هغه چا مینه چې د ده د ښکلا په جال کې به نښتل ردوله. خو ایروس خدای د امینیاس فریاد اوریدلی و او پوهیده چې څرنګه یې د مرګ غچ واخلي.

څه موده وروسته نارکیسوس د ښکار کولو لپاره په یوازې تن غرونو ته ولاړ. هغه په دې هیله د ونو پر ښاخونو جالونه خواره کړل چې ښایي څو ښکرورې هوسۍ ونیسي. دا چې د هغه ټول سوچ په ښکار کولو کې و د خپل تمځای پته یې ورکه کړه او په ګڼ ځنګله کې لا نور هم وړاندې ولاړ. بالاخره چې کله ودرید او شاوخوا یې وکتل نو نه پوهیده چې چیرې دی. د ډیرې ستړیا او تندې له امله د یوې سړې چینې پر غاړه په زنګنو کیناست، چې ډیره رڼه او بې حرکته وه؛ داسې لکه کوډې چې ورباندې شوې وي. نارکیسوس غاړه ورټیټه کړه چې اوبه وڅښي، خو په اوبو کې یې داسې څه ولیدل چې پخوا یې هیڅکله هم نه وو لیدلي؛ نارکیسوس خپل ځان ولیده! د هیندارې په څیر رڼو اوبو کې ښه ورته ځیر شو نو دومره زړه راښکونکی ځوان یې پکې لیده چې پخوا یې هیڅکله هم نه و لیدلی. کله چې نارکیسوس خپل وچ ستونی لوند کړ نو یوه نوې تنده پرې زوروره شوه، یوه ډیره ځواکمنه تنده چې هیڅکله یې هم پخوا نه وه تجربه کړې.

نارکیسوس نشول کولی چې ترې لرې شي او سترګې یې پر هماغه ځلیدونکي هلک کې ښخې کړې وې؛ زیړ ګاړګوتي ویښتان، ګلابي اننګي او نرم پوستکی یې دومره پوست و لکه د سرو زرو سکه. نارکیسوس ورټیټ شو چې یوه غلچکۍ مچکه ترې واخلي، خو شونډې یې یوازې پر سړو اوبو ولګیدې. بیا یې لاس وراوږد کړ چې د هلک لاس ونیسي خو لاسونو ته یې یوازې جړ واښه ورغلل.

نارکیسوس چوپو ولاړو ونو ته د زاریو په توګه وویل:«ایا تر اوسه کوم مئین دومره ډیر سپکاوی لیدلی؟ هغه چې له خپل معشوق سره دومره نیږدې او په ورته وخت کې دومره ترې لرې وي؟ زه ورته موسکی شم او هغه هم راته موسکی کیږي. چې لاس وراوږد کړم ګوتې یې زما تر ګوتو راورسیږي. ما چې وغوښتل ښکل یې کړم نو شونډې یې رانیږدې کړې، هغه لیوال دی چې په غیږ کې ونیول شي، اوس هم… او اوس هم… نوره بس ده! راځه چې یو بل ټینګ په غیږ کې ونیسو! ولې له ما سره لوبې کوې؟ زه بوډا نه یم، او نه هم بدرنګ یم. رښتیا خبره دا ده چې ډیر سړي ما هم غواړي. یا… ایا ممکنه ده؟ هو، دا رښتیا هم همداسې ده! ته له ما پرته بل څوک نه یې، همداسې نه ده؟ دا څومره بې رحمه هیله ده، چې زه د هغه څه غوښتنه کوم چې نه یې شم درلودای او زما شتمني په بیوزلۍ بدلوي؟»

په اوبو کې د هلک لپاره د نارکیسوس تلوسه ورځ تر بلې نوره هم ځواکمنیده او دا مهال پر یوه څیروونکي لیونتوب اوښتې وه. هغه به چیغې وهلې چې:«ولې له ما څخه جلا کیږې؟، ولې دومره ظلم؟ لږ تر لږه خو دې زما سترګې له هغه څه څخه خوند واخلي چې زما وجود یې نه لري.»

کله چې هغه په دې ډاډه شو چې هیڅکله هم خپلې مینې ته نشي رسیدای  نو خپل ویښتان یې وشکول او خپل مخ او ټټر یې څیرول. بیا بیرته ورټیټ شو چې ویې ګوري، نو ویې لیدل چې معشوق یې هم همداسې پریشان حاله او څیرې ویرې دی. کله یې چې دا بدمرغي ولیده نو د نارکیسوس زړه مات شو. په پاسته اواز یې په اوبو کې هلک ته وویل:«مینه درسره لرم! مینه درسره لرم!» او په ډیره بې وسۍ یې ژړل.

بیا نارکیسوس هغه سپکاوی ورپه زړه کړ چې د امینیاس مینې ته يې کړی و. هغه وپوهیده چې دا کړاو لیدل له هغه سره شوی عدالت و او د خپل ظلم له امله په خدایي عذاب ککړ شو. یوازې یو کار پاتې و چې کړی یې وای؛ نارکیسوس خپله هغه توره چې د امینیاس په لور یې وار کړې وه له تکې راوویسته او خپل ځان یې وواژه. د هغه وینې پر ځمکه تویې شوې او له خاورو یې یو زهرجن ګل راشین شو. د هغه روح سیده هادس ته ولاړ او هلته د سټیکس د تورو اوبو پر غاړه چې د مړو سیند دی ناست دی او خپل انځور ته ګوري.

***

له هغه وخته راهیسې د نارکیسوس هیوادوالو دا زده کړل چې د مینې خدای ته لا ډیر ګروهمن شي او درناوی یې وکړي. دوی به نه یوازې د ښار د قربانۍ په عمومي ځایونو کې د هغه لپاره قربانۍ کولې بلکه کله به چې ځانته هم وو د ایروس لپاره به یې قربانۍ کولې.

دا بیا ځلې لیکنه د لاندې سرچینو پر بنسټ شوې ده:

Parthenuis of Nicaea, Narkisoso; ca 50 BCE

Conon, Narrations, 24 36 BCE – 17 CE

Ovid, Metamorphoses III.340 – 350, 415 – 510    AD 8

Oxyrynchus papyri P.Oxy. LXIX 4711                ca 2nd C AD 

Pausanias, Description of Greece 9.31.7              AD 143–1

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب