شنبه, مې 18, 2024
Home+په نصاب کې تر وخت تېر موضوعات

په نصاب کې تر وخت تېر موضوعات

زبیر افغان

زموږ د مدسو او پوهنتون په نصابونو کې لا هم داسې مضامین تدریسېږي چې په نړۍ کې مصداق نه لري او د مصداق د پيدا کولو لپاره يې څو سوه کاله شا ته تګ کوو؛ یا هم داسې مواد دي چې ځای يې تر هغه ښه بدیل نیولی دی، لکه مسواک ته برس، په خاورو لاس مینځلو ته صابون، د استنجا د ډبرو یا لوټو پر ځای تشناب کاغذ او داسې نور.

په شرعي متن کې د موضوعاتو دوه بعده دي، یوه يې له دې امله ذکر شوې ده چې ورته اړتیا وه، تر دې ښه بدیل وجود نه در لود یا هم یوازې د انساني ټولنې اړتیا وه، لکه د مسواک بدیل نه وو او د غلام یادولو یوازې اړتیا وه ځکه ټولنه کې لویه فیصدي وه، مجبورن باید یوه حللاره ورته پيدا شوې وای. بل خوا د موضوعاتو اروايي و تعبُدي بعد دی چې د انسان له نفس او د خدای له عبادت سره تړلی دی.

نو کوم موضوعات چې تعبدي او اروايي اړخ لري، لکه: لمونځ او ماثوره دعاوې و اذکار، دا مواد تر وخت نه تېرېږي هر وخت په ټولنه کې ورته اړتیا شته او باید تدریس شي. بل لور ته هغه موضوعات دي چې یا يې بدیل وجود نه در لود، لکه: مسواک، په لوټو یا تیږو استنجا، په خاورو د لاس یا لوښي مینځل، دا هغه شیان دي چې په تېر وخت کې يې ښه بدیل وجود نه در لود. اوس باید په کتاب کې د مسواک ځای برس او کریم ونیسي او که مسواک یاد شي په څنګ کې د برس او کریمو یادونه هم وشي، دا به ښه وي. همدا شان تر لوټو او ډبرو کاغذي تشناب ډېر ښه دی، باید د ډبرو و لوټو پر ځای نور کاغذ یاد شي او هم د لاسونو و لوښو په مینځلو کې د خاورو ځای شامپو و صابون ونیسي.

د فقهې په کتابونو کې راغلي دي چې تر استنجا وروسته به لاسونه پر دیوال مښي یا که به لوښي کې سپي وڅټل هغه به په خاوره وهي، دلته هدف د لوښي او لاس پاکوالی دی، نو که له خاورې پرته دا هدف یو بل شي په ډېر ښه ډول ترسره کاوه، بیا به هم خاورې یادوو؟ په حدیث کې يې ځکه یادونه شوې وه چې شامپو نه وه، که شامپو وای، حتمن به يې یادونه کړې وه او خاوره به چا څه کوله؟

بل اړخ د غلامانو د موضوع دی، غلام د عربي جاهلي ټولنې لا ینفک جز و؛ که په شرعي متن کې د هغوی د ستونزو په اړه هدایت نه وای ور کړل شوی هم د هغه خت ټولنه په زحمت اخته کېده. د غلام یادونه د دې لپاره نه وه چې خلک د غلام نیولو ته وهڅوي، بلکې هدف په ټولنه کې د شته غلامانو ختمول وو؛ ځکه به يې په هر شي کې د یوه غلام د ازادولو توصیه کوله. اوس چې په نړۍ کې د غلامانو هغه پخوانی ډول ختم شوی دی، نور باید بحث ور باندې ونه کړو، خپل وخت په داسې بحثونو کې تېر نه کړو چې هغه ګټه نه لري او د تاریخ برخه ګرځېدلي دي.

د بشري اړتیا له مخې په شرعي متن کې د خلافت یا امارت یادونه هم شوې ده. عربو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ټولمنلی نظام نه در لود، هغوی قبیلې وې او هرې قبیلې ځان ته واکمني او پاچاهي پر یوه موټي ځمکه کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهېده چې پر عربو د یوه نظام په نه شتون کې دوی بیا په خپل منځي جګړو سره اخته کېږي، له دې امله يې د یوه نظام بنیاد کېښود، په حدیثونو کې يې د همدې اړتیا له مخې یادونه هم راغلې ده. اوس چې خلافت وجود نه لري، نو په نصاف کې د خلافت په اړه بحث لوستونکو ته څه ګټه لري؟

باید پر دې بحث وشي چې د اوس وخت اړتیا څه ده؟ نړۍ نوره د خلافت دورې ته نه ستنېږي، په اسلامي دنیا کې د ملتونو وېش ته په کتو نور تر یوه خلافت او یوه واکداره لاندې د دې ګڼو ملتونو را یوځای کول شوني نه برېښي، تر دې دا ښه ده چې ملتونه پر خپل ځای ومنل شي، د یوه خلافت پر ځای د ګڼو ملتونو یوه اتحادیه رامنځته شي، د خلافت تر موضوع دا هم نوې ده، هم اوسمهال ممکنه ده او اسلامي نړۍ تر بل هر چا ډېره اړتیا هم ورته لري.

زموږ غلطي دا ده چې د یوه عیني شي له منځه وړلو باندې انرژي مصرفوو، د یوه تېر شي راوړلو ته کار کوو، اما دا نه شو کولای چې له عینیت سره د ټکر پر ځای باید تعامل وکړم، له نویو حالاتو او شرایطو سره باید مخ شم او حللار ورته وباسم. موږ ته اوس هم نړۍ د کفر او اسلام ترمنځ وېشلې ښکاري، فکر کوو چې زموږ اسلامي وروڼه او اسلامي امت به له موږ سره مرسته وکړي، لاس به راکړي، د نامسلمانو همکاري به ایله کړي، اما عملن داسې هيڅ نه تر سترګو کېږي بلکې بالعکس خبره ده. نړۍ اوس پر ملتونو وېشل شوې ده، د پخوا په شان دیني هویتونه اوس په نړۍ کې مهم نه دي، ملي هویت سرې کرښې دي، نو تش په خیالونو کې خپل ملي هویت د دیني هویت په جذبه کې قرباني کول، د ځان غلول دي نور په عیني شرایطو کې هيڅ بدلون نه راولي.

موږ دا نه سنجوو چې زما مبارزه په نړۍ کې شرایط بدلولای شي که نه؟ که ټوله نړۍ کې ملي هویتونه وي، لا هم موږ دا درک نه لرو چې نور د پخوا په شان نړۍ پر دیني هویتونو وېشل له امکانه وتلې خبره ده، اوس تر دې هویت خلکو ته ملي هویت مهم دی او د خپلو ملي ګټو په رڼا کې خپلې سیاسي، کلتوري، نظامي، اقتصادي او ډيپلوماټیکې اړیکې تنظیموي.

بشر له پيله تر اوسه ورو – ورو د تکامل پړاونه وهي؛ دلته تکامل په هغه ډول نه یادوم چې ډاروین يې یادونه کوي، بلکې له تکامله مې هدف له وروسته پاتيوالي او غیر عصريتوب څخه چټکوالي او عصریتوب ته د نړۍ کړندی سفر، موخه ده.

حج ته پخوا خلک د کاروان په شکل تلو، میقات ته په رسېدو به يې احرام تړی، په دې کې به میاشتې لګېدلې، اما نن په الوتکه کې په ډېر چټک، خوندي او اسانه ډول حاجیان وړل کېږي.

جنګ کې اسان، تورې، غشي، نېزې او ډالونه کارېدل، اما نن طیارې، توپونه، ټانګان، موټر، وړې او غټې وسلې کارېږي.

د کښت په برخه کې همدومره بدلون راغلی، د تعلیم په برخه کې هم، د صنعت برخه بیخي حیرانونکې ده، د ژوند ډولونه بدل شوي دي، لنډه دا چې په هره برخه کې ژور بدلون راغلی دی او دا هر څه د تکامل په نتیجه کې راغلی دی.

حتا هغه ډلې/اشخاص چې په یو ډول هم تکامل نه مني، د هغوی په نظریاتو کې هم له ورایه تکامل جوت دی. د طالبانو په تېره دوره کې ټلويزیون ته اجازه نه وه، اوس شته، عکس بند و، اوس اخیستل کېږي، ښځې له کاره بندې وې، اوس ان د ټلویزیون پر پرده راښکاره کېږي، د دوی په حکومت کې کار ورسره کوي. دا د هغوی په نظریاتو او عمل کې ښکاره او محسوس تکامل دی.

د مدرسو اوسنۍ درسي نصاب بیخي تر وخت تېر دی. مواد يې هم ټول زاړه دي، حتا د عربي د زدکړې په برخه کې هم بیخي ډېر کمزوری دی او هیچا ته د عربي د زدکړې توان نه لري. فقهي برخه يې همداسې، د تفسیر، حدیثو، اصولو التفسیر، حدیث او فقه، تاریخ، اخلاقیاتو، جدیدو معاملاتو، نړۍ والو اړیکو، د سیاسي نظام ترکیب او بالاخره له ټولنې او نظام سره د تعامل او برخورد برخه يې هم په صفر کې ضرب ده.

د پوهنتون برخه هم تر مدرسې ښه نه ده، دلته هم د نړۍ د پوهنتوني نصاب په کچه خورا زیاتې نیمګړتیاوې شته، هم نصاب کمۍ لري، هم يې استادان لري، هم شاګردان، هم چاپيریال لوړو زدکړو ته نه دی جوړ او هم يې وسایل کم دي.

د مکتب او مدرسې له اولې ورځې موږ خپلو ماشومانو ته غیر ضروري، تر وخت تېر او تر سویه لوړ مواد وایو، ور زدکوو او ویلو ته يې مجبوره کوو.

زموږ په دې برخه کې ډېرو سمونو، زیاتونو، کمونو، سکڼلو، اخیستلو، غورځولو، بدلولو او اصلاح کولو ته اړتیا ده.

۲۰۲۲/۲/۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب