لیکوال: عصمت بهیر
د پښتو ولسي موسیقۍ وتلی سندرغاړی استاد ګل زمان د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، چې د ۱۴۰۰ کال د حوت له اوومې سره سمون خوري، د ۸۴ کلونو په عمر په کابل کې وفات او په دارالامان کې خاورو ته وسپارل شو. روح یې ښاد او هنر یې تل پاتی.
له بده مرغه د طالبانو حکومت یې د مړینې په اړه څو کرښې تشریفاتي اعلامیه هم خپره نه کړه. خو د استاد ګل زمان زوی نصیب زمان وايي، د پلار فاتحې ته یې د اطلاعات او کلتور وزارت څو کسان ورغلي ول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او څو نورو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو یې په اړه په خواله رسنیو کې د خواشینۍ متحد الماله پیغامونه خپاره کړل او ځینو افغان هنرمندانو د هغه مړینه هنري ضایعه وبلله.
د همدې فبروري پر ۷ مه بیا په هندوستان کې وتلې سندرغاړې لتا منګیشګر د ۹۲ کلونو په عمر د کویډ۱۹ له امله له دنیا ولاړه. هندي حکومت یې په هندوستان کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ او په بهر کې میشتو هندي سفارتونو کې د هند بېرغونه نیم ځوړند وو.
د لتا جي د مړینې او سوځونې مراسم څو ورځې د هندي رسنیو د خبرونو سرټکی و او په نړیوالو رسنیو کې یې په بېلو ژبو د هنر او ږغ په اړه مقالې خپرې شوې.
خو زموږ د خوار هنرمند استاد ګل زمان، چې له لسیزو راهیسې یې سندرو د افغانانو زړونه خوشحاله ساتلي او ګڼ مشهور افغان سندرغاړي یې روزلي، په افغان رسنیو کې یوازې د مړینې خبر خپور شو او لا تر اوسه یې چا پر هنر، هنري خدمت او د کمپوز جوړولو ځانګړي استعداد په اړه څه نه دي لیکلي.
پوهېږئ! د استاد ګل زمان ګناه څه وه؟ هو! ګناه یې دا وه چې په افغانستان کې زېږیدلی و، پښتون و او تر ټولو لویه ګناه یې دا وه چې هنرمند و، ځکه ټبر یې هنرمند ډم بولي او هنر ته یې ډمتوب وايي.
بي بي شیرینې زيړې ګلې
را باندې واچوه سور شال جوړه لاسونه
بي بي شيرينې
نه! اصلي ګناه یې دا وه چې خپل وطنوال یې نه دې وژلي، د افغانانو په وینو یې لاسونه سره نه وو، خپل هېوادوال یې د دښمنۍ پر ځای وروروالۍ ته رابللي او وطن تر هر څه ور ته ګران و.
دا وطن ودان وطن
دا د لوى افغان وطن
دا پر موږه ګران وطن
که استاد ګل زمان جنګ سالار وای او د سندرو ویلو پر ځای یې وطن وران کړی وای، اوس به یې د هغوی په شان مړینه ملي غمېزه یاده شوې وای، د قبر په بهانه به یې یوه لویه تپه غصب شوې وای او په ملي کالهېنداره کې به یې د مرګ ورځ ملي رخصتي اعلان شوې وای.
له بده مرغه په افغانستان کې واقعیت دا دی، چې د هنرسالار برخه خواره او د جنګ سالار برخه پریمانه.
استاد ګل زمان څو کاله مخکې په یوې ټلویزیوني مرکه کې د خپلې بېوزلې ورځې له امله وژړل. د لسیزو هنري ژوند غرور یې تر پښو لاندې کړ او له مجبورې ورځې یې له ولسمشر محمداشرف غني څخه د کورغوښتنه وکړه. ښاغلي غني د کور ورکولو ژمنه ورسره وکړه خو مرحوم ګل زمان د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په کرايي کور کې پاته شو او ورسره وعده شوی کور کې د ارام ساه وانخیسته.
استاد ګل زمان خپله ملامت و چې په داسې وطن کې د هنر لمن ونیوله، چې هنرمندانو ته پکې یوازې له مرګ وروسته څو متره قبر د هغوی په نوم کېږي خو جنګ سالاران دومره شتمن کېږي چې د شتمنیو او ماڼیو حساب یې له دوی خپله هم ورکوي.
استاد ګل زمان په ۱۳۱۶ هـ ش کال په خوست کې زېږېدلی و. لومړی یې داریه (چمبه) وهله او په ۱۳۴۳ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د “غونډې منډې” په نوم لومړنۍ سندره ثبت کړه.
ای! غونډې منډې
دا تورې زلفې جوړې که پر ټنډې
له باغه ګلان راوړه
ګل زمان د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کې څه باندې ۹۰۰ سندرې ثبت کړې دي. هغه په وروستي عمر کې د زړه عملیات وکړل خو زړه یې یاري ورسره و نه کړه او د تل لپاره ودرېد.