یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر له احمد مسعود سره د ليدنې خبرونه رد کړل

ملا برادر له احمد مسعود سره د ليدنې خبرونه رد کړل

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) ‏‏د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په روسیه کې د طالبانو پر ضد د پنجشېر مقاومت ډلې له مشر احمد مسعود سره د ليدنې راپورونه رد کړي دي.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر په يوه لنډه اعلامیه کې ویلي: په خواله رسنيو کې ځينې داسې خبرونه کښته – پورته کېږي، چې ګواکې ملا برادر اخوند مسکو ته د سفر پر مهال له احمد مسعود سره کتلي دي.

سرچينه زياتوي: دا خبره حقيقت نه لري او د ملا برادر له هېڅ داسې چا سره ليده کاته نه دي شوي.

روسېې ته د ملا برادر، ملا یعقوب مجاهد او احمد مسعود د سفر خبر څو مياشتې مخکې ځينو رسنيو خپور کړی و.

طالبانو هغه مهال هم ياد شوي راپورونه رد کړي وو.

د‌ ويلو ده، چې تازه په دې اړه خبرونه او اوازې نه دي ليدل شوي او معلومه نه ده، چې طالب چارواکو په کوم اساس په دې وخت کې دا ډول اعلاميه خپره کړې ده.

د احمد مسعود مطبوعاتي سرچينو تازه په دې اړوند څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب