یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د بنګله دېش او افغانستان شل اوره سیالي

د بنګله دېش او افغانستان شل اوره سیالي

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د بنګله دېش له لوبډلې سره د درو یو ورځنیو او دوو شل اوره سیالیو لپاره په دغه هیواد کې ده، نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لومړۍ شل اوره سیالي کوي.

د بنګله دېش په کوربه توب د دغه هیواد له ملي ټیم سره به دا سیالي د پلازمېنې ډاکې په میرپور لوبغالي کې وي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې شل اوره سیالۍ وکړي.

تر دې وړاندې د بنګله دېش په کوربه توب دوو ټیمونو په چیټاګانګ ښار کې درې یو ورځینۍ مسابقې وکړې چې دوې کوربه هیواد او یوه افغانستان وګټله.

د دوو لوبډلو دوهمه شل اوره سیالي د شنبې په ورځ، چې د مارچ میاشتې له پنځمې سره برابرېږي، په پام کې نیول شوې ده.

دواړه سیالۍ به د میرپور په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او بنګله دېش تر دې وړاندې ۶ ۲۰ اوره سیالۍ کړي چې ۴ یې افغانستان او ۲ بنګله دېش ګټلي دي.

خو په یو ورځنیو سیالیو کې تل بنګله دېش وړاندې و. دغه هیواد په ۱۱ یو ورځنیو سیالیو کې ۷ ګټلي او ۴ بایللي دي.

همداراز دوو هیوادونو یوازې یوه ټیستلوبه کړې چې افغانستان ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب