یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+په دې ورځ ظاهر هویدا وفات شو

په دې ورځ ظاهر هویدا وفات شو

د افغانستان مشهور سندرغاړی ظاهر هویدا له نن څخه ۱۱ کاله پخوا په دې ورځ (دوشنبه حوت ۱۵) د اووه شپېته کلونو په عمر وفات شو.

ظاهرهویدا د ۱۳۲۳ لمریز کال د کب په نهمه(د ۱۹۴۵ میلادي کال د ۲۸) په دایکنډي کې زېږېدلی و چې هماغه وخت د بامیان ولایت برخه و.

ظاهرهویدا په یوه بېوزله کورنۍ کې دنیا ته سترګې رڼې کړې وې خو د ژوند ستونزې یې هغه مهال لا زیاتې شوې چې دی اووه کلن و چې پلار یې د ناروغي له کبله په مزارشریف ښار کې وفات شو. څه موده یې له کاکا سره تېره کړه خو وروسته کابل ته لاړ.

ظاهرهویدا نهه کلن و چې کورنۍ یې له بامیان څخه کابل ته لاړه او دی یې په استقلال لېسه کې شامل کړ خو د اقتصادي ستونزو له کبله یې درس تر پایه ونه شو لوستلی.

 د یوې مودې لپاره له موچې سره شاګرد شو، بیا د خیاط شاګرد شو، یوه موده یې د طبیب یا حکیم شاګردي کړې او دوه کاله یې هم د سینما ټکتونه خرڅ کړي.

د موسیقۍ میدان ته تر داخلېدو کلونه وروسته یې په ۱۹۶۳ کې د اماتورو ارکسترا جوړه کړه.

دی په ۱۹۸۹ میلادي کال له هیواده مهاجر شو، دوه کاله یې په هند کې تېر کړل خو په ۱۹۹۱ کې جرمني ته لاړ. ده د مرګ تر ورځې د ژوند پاتې وخت په هامبورګ ښار کې تېر کړ.

ظاهر هویدا د افغاني موسیقۍ په وده کې ډېر زیار ایستلی او سره له دې چې په افغانستان کې د موسیقۍ د مدرنو  الو په معرفي کولو او عام کولو کې یې لوی رول لوبولی په سلګونو سندرې یې ویلي دي.

3 COMMENTS

  1. ډیر ښه شو چی پښتو میډیا، لیکوالو، سایتونو او ځوانانو د هنر او هنرمند خواته مخ واړاو او دا دی دهیواد هنرمندان یی وپیژندل . تراوسه دغو څلویښتو کلونو کی پښتون پرته له جنګ ټوپک، انتحاری واسکټ او بوشکی بله خوا سترګی نه وی غړولی او هر پشتون ته په پیغور سره وحشی خطاب کید، اوس دا دی پښتنو د تمدن، فرهنګی ژوند او انسانی ارزښتونو خواته مخه اړولی ان شاالله دغه محروم قوم به هم ورور ورورو د نړی د سیالی شی . دا منظور پښتین دهڅو برکت دی. څلویښت کاله مخکی پښتون هنردوست، سازګار، دتعلیم مینه وال او مدنی و جنګونو او پاکستان ته هجرتونو هرڅه ورنه واخیستل اوس به بیرته خپل اصلی دریځ ته راځې او پښتونولی به پرځای کوی. ډیره ښه مثال یی دا دی چی د اطلاعاتو او کلتور څو منسوبینو د استاد ګلزمان په جنازه کی ګډون کړی و او (نن ټکی کام )چی دطالبانو پاڼه ده د استاد ګلزمان د وفات خبر په ډیره مودبانه ژبه خپور کړی و، کور یی ودان دا یی ثبوت دی

  2. داټول ښه کارونه خو زه ډیر ترې خوابدی یم اوهغه داده چې دمرګ تر اخره پورې یې هم یوه سندره په پښتو نده وېیلې !

  3. ظاهر هویدا یو آماتور دري ژبی هنرمند وو. د هزاره قوم لومړنی هنرمند دی چې له رادیو او تلويزیون له لارې یې سندرې ویلي دي . البته د هغه په آواز کې رښتیا هم یوه پښتو سندره نشته چې دا د هغه په تعصب دلالت کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب