سیدولي همدرد
دا دوه ورځې داسې راپورونه نشریږي چې په نورستان کې د دغه ولایت اوسیدونکو یو خالداره پړانګ وژلی دی، نو غوره مې وګڼله چې د عامه پوهاوې لپاره د واورین پړانګ په اړه ځیني اړین معلومات له هېواد والو سره شریک کړم.
وحشي ژوي هغه با ارزښته شتمني ده چي خلکو ته له څو پلوه ارزښت لري لکه اقتصادي، طبي، زینتي، ایکالوژيکي او … د دوي ژوند په مستقيم ډول په ځنګلونو او څړ ځايونو پوري تړلي ده چې ځيني ژوي د خوراکي توکو مهم سرچينه بلل کيږي.
واورين پړانګ د نړۍ نادر او ډير حيراوونکب حيوان ده، چي خلک يي په اړه ډير لږ پوهيږي په عمومي ډول سره ډير شرمناک او ډير تيرايستونکی حيوان ده او په سختۍ سره ليدل کيږي، چې زيات هغه کليوال خلک چې په غرونو کې لرګي ټولوي او يا رمې څروي ورسره مخامخ کيږي؛ ځکه نوموړی حیوان د ۶۰۰۰ متره ارتفاع په لوړوالي کې پیداکیږي.
په عمومي ډول سره د (۶۵-۵۵) سانتي متره لوړوالی او (۹۰-۱۱۵) سانتي متره اوږدوالی لري ، لکۍ يې (۸۰ -۱۰۵) سانتي متره پورې اوږده ده په بشپړ ډول سره يې خپل د اوسيدو ځای سره توافق کړی دی اوږده نوکان يې په واورو کې له ښوييدلو څخه ژغوري چې دغه اوږده نوکان يا خپړ يې د طبعي واورينو بوټونو په څير دي. منډلي جسامت ، پت لرونکی غليظ پوست او لنډ غوږونه د حيوان په تود ساتلو کې مرسته کوي، پوزه يې لنډه او سوري لږ څه پراخه دي چې د هوا په تودولو کې مرسته کوي مخکې له دې چې سږو ته ورسيږي مخکيني اندامونه يې لنډ او وروستني يې اوږده وي چې په ټوپ وهلو کې ورسره مرسته کولی شي( لس متره چې ۳۰ فوټه کيږي ټوپ ووهي) او د خپل وړين پوست سره چې د تياره داغونو او ګلانو لرونکی دی ډير خوشحاله ښکاري، چې دغه پت لرونکی پوست يې د سختې يخنۍ سره په ښه شکل سره توافق کړی ده ، اوږده لکۍ يې د توازن په ساتلو کي مرسته کوي ،صاف او غليظ پت لرونکی پوست يې په ژمي کې اضافه وده کوي تر څو حيوان ورسره ګرم وي په ژمي کې چې دغه وړۍ يې ګڼې وي او ويښتان هم لري تقريبا له (۱۲ – ۱۵) سانتي متره پورې اوږدوالی لري، سترګې ژيړبخونې شنې وي او يا ايره رنګه وي ورسک يې لنډ وي او تندی يې پراخه وي ، وزن يې د (۵۵ـ ۲۲) کيلو ګرام پورې وي.
دا حیوان په هرو ۲ میلیون کیلومتر مربع ساحه کې لیدل کیږي، چې بدبختانه په تیرو څو کلونو کې یې ۲۰% نفوس کم شوی دی.
په افغانستان کې واورين پړانګ ته لوی خطر انساني خنډونه دي ، د ښکار په شمول د غذايي رژيم کميدل او د کورنۍ حيواناتو ټکر ده هم په پام کې نيول شوي دي، او څو نو علتونه د وړين پوست او د بدن نورې برخې يې په مارکيټونو کې د پام وړ اندازه پيسو باندې پلورل کيږي، په (۱۹۷۹) م کې روډينروک اټکل کوي چې په افغانۍ مارکيټونو کې هر کال له (۵۰ـ۸۰) پورې پوستکي يي توليد شوي وو ، اوسني ګرځندويان وايي چې وړۍ (Fur) مارکيټ يې کابل په ګوته کوي او لا تراوسه وړين پوستکي پکي پيدا کیږي او کوټونه يې شايد د (۱۰۰۰-۵۰۰) ډالر پورې ارزښت ولري. دا هغه علتونه دي چې د دوی د ښکار او تهديد سبب ګرځي د ژمي په موسم کې کله چې په غرونو کې د خوراک لپاره څه نه پيدا کيږي نو په کورنيو حيواناتو حملي کوي او تالا کوي يې چې د محلي ټولنو لپاره يو اقتصادي ضربه ده چي محلي خلک هم د دوي په مقابل کې غبرګون ښيي چې دا هم د دوی لپاره يو لوی خطر بلل کيږي ، د واخان په دهليز کې په يو کال کې د وحشي ژوو مړينه په سلو کي (۱۱٪) واورين پړانګ تشکيلوي او ۸۹٪ نور وحشي ژوي جوړوي، د دوي د ښکار د نسلونو کميدل يو بل لوي ګواښ ده.
انساني جنګونه هم د دوی لپاره يو ستر ګواښ دی، په ۱۹۷۰ کال د امو د سيند په ډيری برخو د Ibex، مارخور او يورال لپاره ښې ساحې وې خو اوسنۍ سروې ښيي چې د اوسيدو د ځای او ځنګلونو له منځه تلل د دوی او
د دوی د ښکار په نوعو کې کموالی راغلی ده.
وحشي ژوي د هېواد ملي سرمایه ګڼل کیږي، دولت باید دې سرمایې ته جدي پاملرنه وکړي او لکه د نورستان غوندې په ملي پارک یې د ژوند د تېرولو او همدارنګه د نسلګیرۍ لپاره لازم امکانات رامنځته کړي.
د خلکو د پوهاوی لپاره ارینه او شه لیکنه ده. مننه