یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+روسیه د هغو وسلو لېست غواړي چې هېڅکله به په اوکراین کې...

روسیه د هغو وسلو لېست غواړي چې هېڅکله به په اوکراین کې ځای پر ځای نه شي

سرچینه: The Hill

ژباړن: مسیح الله همدرد

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیه د اوکراین د بې وسلې کولو غوښتنه کوي او د هغو وسلو یو مشخص لېست به خپور کړي چې دا هیواد یې باید ونه لري.

لاوروف له الجزیرې سره په مرکه کې زیاته کړه، “د تهاجمي وسلو ځانګړي ډولونه باید وپیژندل شي چې هیڅکله به په اوکراین کې ځای پرځای نه شي او نه به جوړې شي.”

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو دوهم پړاو پیل شو. د راپورونو له مخې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د دوو جلا شویو سیمو د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي او همدارنګه د کریمیا ټاپو وزمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کې نیولې وه، هېڅکله نه پریږدي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په جینوا کې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې له سلو څخه زیاتو ډیپلوماتان د لاوروف د وینا پر مهال هغه وخت له کنفرانس څخه بهر شول، چې لاوروف اوکراین د روسي لږکیو په وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ.

روسيې تېره اوونۍ پر اوکراين پراخ يرغل پيل کړ او د چهارشنبې په ورځ يې ادعا وکړه چې د دغه هېواد لومړی لوى ښار خارسون یې په خپل کنټرول کې راوستی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې د جګړې د اتل په توګه راڅرګند شوی، د خبرو پر مهال له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو او د اوربند غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب