یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد امنيت شورا افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو او...

د امنيت شورا افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو او ښځينه حقونو د درناوي غوښتنه وشوه

تاند:(پنجشنبه، د کب دولسمه) ‏‏‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت سره د تعامل او افغانستان ته د بشري مرستو د استولو تر څنګ طالبان بايد د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د ښځینه حقونو درناوي ته غاړه کېږدي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز په افغانستان کې بشري ناورين ته په اشارې وویل چې په دې برخه کې طالبانو سره له تعامل پرته به هڅې بریالۍ نه وي.

په دې غونډه کې د چين استازي پر طالبانو د بنديزونو د ايسته کيدو غوښتنه وکړه.

د امریکا استازي وويل، طالبان بايد د اقتصادي ښيرازۍ لپاره زمينه برابره کړي.

د بريتانيا استازي د افغان اقليتونو او ښځو د حقونو په نقض او غچ اخيستونکو اقداماتو انديښنه څرګنده کړه او طالبان یې په دې برخه کې مسووليت منلو ته وبلل.

د غونډې په نتيجه ګيرۍ کې ټينګار شوی، چې نړيوال دې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي، خو طالبان باید د پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د ښځو او اقليتونو د حقونو درناوي ته غاړه کېږدي.

طالبانو تل ټینګار  کړی چې حکومت یې پراخ بنسټه دی او هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي او ځینې هیوادونه هڅه کوي چې پر افغانستان یې وتپي د قومونو د استازو په توګه نه شي منلی.

دلاور: نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو لپاره په حکومت کې د ۱۵ تنو د شاملېدو غوښتنه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی