یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدلاور: نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو لپاره په حکومت کې د ۱۵...

دلاور: نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو لپاره په حکومت کې د ۱۵ تنو د شاملېدو غوښتنه کوي

تاند(سې شنبه، د حوت ۱۰مه) د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي نن وویل، نړیوالې ټولنې ورڅخه غوښتي چې که د هغې په خوښه ۱۵ تنه په حکومت کې شامل کړي، نو د طالبانو حکومت به په رسمیت وپېژني.

د تېلو او پیټرولیمو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور دا خبره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون د دوهمې کالیزې په مناسبت غونډې ته وکړه.

ده وویل، په پیل کې نړیوالې ټولنې د ۸ تنو نومونه ورکړي وو، وروسته یې ۱۱ ته زیات کړل او اوس یې خپل لیست ۱۵ کسانو ته رسولی دی.

دلاور ونه ویل چې په دې لیست کې د چا نومونه شامل دي خو یادونه یې وکړه چې دوی ته په ورسپارل شوي لیست کې شامل کسان غداران دي چې وبه نه منل شي.

ده زیاته کړه، دا کسان به هغه مهال منل شوي وای چې طالبانو د سیاسي خبرو په نتیجه کې واک ترلاسه کړی وای.

شهاب الدین دلاور همداراز وویل:«اسلامي امارت له مخکې څخه د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو هڅه کړې ده.»

د دلاور په وینا اوس هم د حکومت ټول مامورین او ټیټ رتبه کارکوونکي د پخواني نظام د وخت کسان دي.

6 COMMENTS

  1. لومړی یوه ضروري یادونه :
    د فبروري میاشت معمولا 28 ورځې وی او سږ کال هم 28 ورځې ده . یعنې نن د مارچ اوله ورځ ده .
    رابه شو د ملا شهاب الدین دلاور ولد مرحوم مولوي سید اکبر تبصرې ته :
    دافغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی . ټول افغانان شرعي ، قانوني او حقوقي لحاظه سره برابردي . ترڅو چې کوم چا له قانون نه خلاف کار نه وي کړی ، هغه برئ الزمه او حق لري چې د دولت په ټولو ادارو کې رسمي فعالیت وکړي .
    ستاسو په قول غداران باید تعریف شي . که دوی د جنګي ، نظامي او سیاسي ډلو مشران او یا قوماندانان او یا داسې لنډغران وي چې جرم او خیانت یې مشهود وي ، له هغوی سره باید قانوني او شرعي محاسبه وشي . هغوی په رښتیا هم د افغانستان په سیاست او واک کې بیا شاملول جرم او ملي خیانت دی چې په دې کار سره ولس هم درسره موافق دی .
    تاسو باید تر ټولو مخکې خپل مشروعیت ثابت کړئ ، د لویې جرګې په جوړولو سره خپل مشروعیت ، دافغانستان کورنۍ او باندینی سیاست او ولس ته د خدمت او وفاداري سند او تعهد وړاندې کړئ .

  2. مولوي صاحب،
    کاشکې چې تاسې هم داسې سپينې پرېښتې وای،
    په مردارو کې مو تل ګوتې وهلي. د څارګرې ادارې يو چرګوړی يې او هغوی هم له تا لږ ښه د بل چا چرګوړي دي.
    نه ستاسې خوند شته او نه د هغوی، خير دې غواړه که پر پاکستان زور راغی هغه ځل خو يې له مولوي صاحب کميس و پرتوګ درته ويستل او دا ځل به يې له تا نه وباسي او لوڅلغړ به دې ورکړي.
    خليلزاد تل په مردارو ګوتې وهلي دي او څوک چې د مردار سره کښته پورته کيږي ختمي به څه ناولتوب پکې وي.
    خپله لا د اوبو پر سر ځګ ته ورته ياست. نه دې کورنی او نه دې بهرنی مشروعيت شته. شرموونکې لا دا ده چې هماغه ناولی او مردار پنجاب چې شل کاله جنګ يې درباندې وکړ او د اسلام په نوم يې وکارولئ، خو نن مو د امريکا له وېرې په رسميت نه شي پېژندلی.
    څوک چې په سوړو کې ګوتې وهي، نو اخر چيچل کيږي.

  3. دا بد نیتي څومره چټیات لیکي. خپله هېڅ هم نه دي خو پردي ډول ته ډېر ښه اوړي. سترګې یې ړندې دي چې ښه کارونه لکه امنیت او داسې نور ورباندې وویني. دا رواني ناروغان دي.

  4. په عیسوي جنتري ګې هم کبیسه کال شته او فکر کوم چې په هرو ۴ کلونو کې یو کال کبیسه وي. په کبیسه کال کې فبروري ۲۹ ورځې وي. ۲۰۲۰ کال کبیسه کال و.
    مننه

  5. بلې هو ځوانه خو باید فرق یې وشي دپاکو او فاسدو خلقو تر منځه ، هغوی چې فساد کړی وي باید محاکمه شي او هغوی چې لیاقت ولری اوپاک وي له مسلک سره سم په کار وګمارل شي ! دا خبری تا هم کړي دي خو : بل څوک حق نلري چې د باند لخوا څوک تعین کړي او داس عمل به افغان اولس ته په سپکه سترګه کتلبل وې ،هو ځوانه خو باید فرق یې وشي دپاکو او فاسدو خلقو تر منځه ، هغوی چې فساد یې کړی وي باید محاکمه شي او هغوی چې لیاقت ولری اوپاک وي له مسلک سره سم په کار وګمارل شي ! دا خبری تا هم کړي دي خو : بل څوک حق نلري چې د باند لخوا څوک تعین کړي او په داس عمل به افغان اولس ته په سپکه سترګه کتل دي ! دا لوی بحث دی خو لنډ : اسلامي شورا د طالبانو او نورو علماؤ په شمول د اسلامي قوانینو ساتنه وکړي وزارت داخله او حربته ددوی تر نظارت او ساتنې لاند ې وي او نوره دولتي وظيفې د جرګې او پارلمان له لاري پاک انسانان انتخاب شي او دولتي کارونه مخته بوزي ! طالبان ډیره حوصله کوي د سید باقر حسینی خبر چې واضح د طالبانو سخت خلاف دی چې نه یواځې د سیاست له لوري بلکې د ژبې او ننژاد له لور ی سخت مخالفت کوي ! محسني وایې : وزیر حربیه طالبان به یک لسان سخن میزند که هشتاد در سد مردم این لسان را نمی فهمند و باید در افغانستان یک لسان باشد »»او یا سید جلا ل د طالبانو ویاند ته ګوساله وایې !! دا د لستوڼي ماران د افغانستان کلک دښمنان دي !! دوی دا هیره کړې دی چې پښتنو نه يواځې د افغانستان د امپراتوري موسس دي بلکې مخ کې یې هم امپراتوري لرلې لکه : دهوتکو ، غوریانو ، لو دیانو او سوریانو امپراتوري ، د دمینځې زامن ډیر دشیطان زامن او افغان دوشمنه یوه ګله یې قبیله ده ! نور دوخت دکمی په اساس بس ده !

  6. حامد مير چې په ۱۹۹۵ ز کې له بې نظيرې سره د ملګرو ملتونو د پنځوسمې لسيزې نمانځنې غونډې ته تللی وو او هلته روبين رافيل له بط نظيرې سره کتلي وو او هغه ورته ويلي چې تاسې ولې د طالبانو ملامتړ نه کوئ. تاسې بايد د طالبانو ملاتړ له همدې ځايه اعلان کړئ چې بيا دا اوږده کيسه ده، خو د کيسې يوه برخه يې داسې وايي چې :
    She asked her dear minister Naseerullah Baber by the way in those days Shabqadar Musa was also part of the people party. But he was not in that play. So, when the interim minister asked to grief/breve me. Why Taliban are good for Pakistan?

    So, we reached to Pakistan and after two days another colleague of mine Nasrat Jawid so in the interim minister organised a BP for me and Nasrat Jawid and they explained that “we are using Taliban as the pipeline police.” We want a gas pipeline from Uzbekistan to Pakistan and there is nobody who can protect the gas pipeline. Because the government in Kabul the Northern Alline supported by the Indian and the Iranian and they may destroy the gas pipeline. So, it will come to/through in area where the Afghan Taliban can protect the gas pipeline so “that why we are promoting this militia that they will help for our economic interests.” So, then I said “OK”. “I would like to meet you now.”

    نصرالله بابر او امثالهم خو تاسې ته د ګاز نيلليکې د پوليسو په سترګه ګوري، نو تاسې د پاکستان اقتصادي پروژه او د هغې اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره ولې دا شل کاله د مذهب نوم جګړه وکړه؟ نړۍ خو تاسې پېژني او د حامد مير مرکه له هغوی سره شته او پاکستان افغانستان ته د خپلې يو مقبوضې سيمې په سترګه ګوري او داسې ګڼي چې افغانستان زموږ يوه فتحه شوې سيمه ده، نو نړۍ مو ولې په رسميت وپېژني؟ تاسې بايد اوس له ځانه وپوښتئ چې تاسې په رښتيا د مذهب د بريا لپاره جګړه کړې او که د بل څه لپاره؟
    د حامد مير مرکه دا ده چې دلته يې اورېدلی شئ.

    https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4&t=189s

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب