یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسلګونه افغان ماشومان ماینونو ویجاړ کړي سړکونه جوړوي

سلګونه افغان ماشومان ماینونو ویجاړ کړي سړکونه جوړوي

تاند(سې شنبه، د حوت ۱۰مه) د ترکیې انادولو خبري اژانس د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو له لوري د سړک د ترمیمولو په اړه په یوه راپور کې لیکلي، د جګړې، ماینونو او چاودنو په اثر د افغانستان ویجاړ شوي سړکونه د ماشومانو له لوري جوړېږي.

د ۷ او ۱۵ کلونو ترمنځ هلکان او نجونې هغه کندې په جغل، خاورې او شګو ډکوي چې ماینونو جوړې کړي دي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې ماشومان په راز راز لوبو له ماشومتوبه خوند اخلي، افغان ماشومان په خورا سختو شرایطو کې د خپلو کورنیو لپاره د پیسو ګټلو په خاطر شاقه کارونه کوي.

د راپور له مخې، سلګونه ماشومان د هغه سړک د جوړولو په کار کې برخه لري چې له پلازمېنې کابله تر هراته غځېدلی او په غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې تېر شوی دی.

ځینې موټرچلوونکي دغو ماشومانو ته پیسې ورکوي او ځینې نور بیا خپله ډوډۍ ورسره شریکوي.

دا ماشومان عموماً د هغو کلیو وزګاره او بېوزله اوسېدونکي دي چې سړک ته نژدې پراته دي او پلرونه یا د کورنیو سرپرستان یې معیوبه دي.

دا ماشومان، چې اکثره یې هیڅکله ښوونځي ته نه دي تللي او یو شمېر یې د مجبوریت له کبله ښوونځي پرې ایښي، ځینې وخت تر ۲۰۰ افغانیو پورې ګټي.

د سېف دي چلدرن موسسې پر اساس، په افغانستان کې نژدې یو ملیون ماشومان په کار بوخت دي.

۱۵ کلن محمد خان، چې یو وخت شپونکی و او وروسته پر ماین د ختو له کبله معیوب شو، انادولو خبري اژانس ته وویل چې له درو میاشتو راهیسې پر سړک کار کوي.

ده زیاته کړه:«پر سړک تېرېدونکي موټرچلوونکي پیسې راکوي. زه د ورځې له یو نیم سل تر دوه سوه افغانۍ ګټم. پلار مې ناروغ دی، مجبوره یم چې کار وکړم. که کار ونه کړم د کورنۍ غړي به مې له لوږې ومري.»

محمدخان عموماً بې له دې چې په کور کې سهارنۍ وخوري کار ته راځي او موټرچلوونکي ډوډۍ ورکوي.

یو بل ماشوم، چې نقیب الله نومېږي او د ماینونو له کبله خراب شوی سړک ترمیموي، نهه کلن دی. پر کوم بېل چې نقیب الله کار کوي، د ده تر ونې (قد) لوړ دی. دی وايي چې پلار یې لوی باري موټر چلاوه خو اوس وزګاره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب