یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط حکومت د بهرنیو سفرونو د بندیز پرېکړه ترمیم کړه

د ط حکومت د بهرنیو سفرونو د بندیز پرېکړه ترمیم کړه

تاند (سې شنبه، د حوت ۱۰مه) طالبانو بهر ته د افغانانو پر سفر د بندیز خبره واخیسته او ویې ویل چې بندیز یې یوازې پر هغو کسانو لګولی چې د سفر قانوني اسناد نه لري.

 د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ویلي و، څوک چې بې عذره یا بې دلیله له هېواده بهر ځي دوی یې مخنیوی کوي، ځکه چې اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په بد وضعیت کې دي او دوی نه غواړي چې نور افغانان هم د هغوی پر برخلیک اخته شي. ده دا هم ویلي و چې نور له شرعي محرم پرته ښځې له هېواده بهر سفر نه شي کولی.

د طالبانو دا پرېکړه له غبرګونونو سره مخامخ شوه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې دا پرېکړه د یرغمل نیولو په معنا وبلله.

د ملګروملتو د بشري حقونو د برخې یوې مسوولې مېرمن هیدر بار وویل، طالبانو په دې پریکړې سره وښوده چې غواړي د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول ښځې یرغملې کړي.

يو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم په دې پرېکړه غبرګون وښود.

خو ښايي دغو غبرګونو ته په کتو طالبانو خپله پرېکړه بېرته اخیستي وي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل چې یوازې پر هغو کسانو د سفر بندیز لګول شوی چې قانوني سند نه لري او په قاچاقي ډول له هیواده وځي.

مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه همداراز کښلي «زموږ هغه هیوادوال چې قانوني اسناد او بلنلیک ولري، له هیواده بهر ته تللی شي او په ډاډه زړه بېرته هیواد ته راستنېدلی شي.»

1 COMMENT

  1. په هیواد چی کار نوی، انسانیت نوی خارج بهتره دی. زمونږه هیواد زمونږه په ملی ارزښتنو باندی خلک توهین کیږی او د انسانانو پر عزت باندی رشخند وهل کیږی. د خوست ځوانانو ته یو وار وګوری. الله ج انسان ډیر عزت ورکړی خو دوی د الله ج د بیان بر خلاف د الله ج پر ملکیت چی وګړی دی رشخند وهی او بی عزتی یی کوی. دوی کار اهل د کار ته ندی سپارل فرض یی پریښودلی دوی خوارچ ندی څه دی. د طالب پر ضد باید یو ملی قیام آماد شی او دغه چټله او کثیفه څیره باید له افغانستان څخه لری شی. دوی په نوم د مذهب او دین خوار او بی تعلیمه ملت وغلولو اوس ټول د یوی مړی ډوډی پسی بغاری وهی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب