Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک ١۴ ميليون ډالر لیلاموي

افغانستان بانک ١۴ ميليون ډالر لیلاموي

تاند:(سې شنبه، د کب لسمه) د افغانستان طالب چارواکو ويلي، چې سبا چارشنبه دغه بانک ١۴ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.

د بانک د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس، په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي: د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د بانک په اعلامیه کې راغلي، چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د افغانستان بانک له لوري لږترلږه درېیم ځل دی چې ډالر لیلاموي. د دغه بانک چارواکو تېره اونۍ د ۱۲ ميلون ډالرو د لیلام اعلان کړی و.

د ډالرو د لیلام دلیل په بازار کې د افغانیو د ارزښت ساتلو هڅه ښودل کېږي.

څو میاشتې وړاندې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو بيه په بېساري ډول پریوتې وه، خو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د اونيزو نقدو ډالرو د مرستې له پیل سره د افغانیو ارزښت په نسبي ډول بیرته ښه شوی دی.

ملګروملتو تېره اوونۍ وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...