یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا د افغانستان حالات ارزوي

امنیت شورا د افغانستان حالات ارزوي

تاند(سې شنبه، د حوت ۱۰ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا سبا (چهارشنبه) د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې د دې هیواد حالات وارزوي.

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز به د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

په همدې حال کې ملګروملتو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هڅې روانې دي چې د افغانستان اقتصادي سیکتور پیاوړی شي او دې هیواد ته بشري مرستې جلب شي.

دا به په یوه میاشت (۴ اوونیو) کې د امنیت شورا دوهمه غونډه وي چې د افغانستان پر روانو حالاتو یې جوړوي.

تېره میاشت د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو د څېړلو په مهال د بشري بحران د سختېدو او د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځیانو او ښځینه فعالانو پر نیولو اندېښنه ښوولې وه.

څرګنده نه ده چې په سبانۍ غونډه کې به، چې له مخکې په پام کې نیول شوې وه، له افغانستان سره بشري مرستو ته د امنیت شورا د غړیو څومره پام واوړي. پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د هیوادونو ډېر پام له افغانستانه اوکراین ته اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب