یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد دوحې تړون دويمه کليزه، ط څه پیغامونه او غوښتنې پکې لرلې؟

د دوحې تړون دويمه کليزه، ط څه پیغامونه او غوښتنې پکې لرلې؟

تاند:(سې شنبه، د کب لسمه) د طالبانو حکومت نن په کابل کې له امريکا متحده ايالاتو سره د دوحې د سولې تړون دويمه کليزه ونمانځله.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويناوې وکړې.

ملا برادر په خپله وینا کې له افغانانو وغوښتل، چې بهرنيو هېوادونو ته د تګ پر ځای په خپل هېواد کې پاتې او په ابادۍ کې ېې ونډه واخلي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وویل، چې د بيان پر هغې ازادۍ باور لري او ملاتړ یې کوي چې د هېواد په خير او د ټولنې د سمون لپاره وي.

سلام حنفي په ورته وخت کې وویل، چې د دوحې تړون په اساس د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د خطر نه پېښېدو ډاډ ورکوي، خو له نورو هم غواړي چې دغه تړون عملي کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدين دلاور بيا وويل، چې طالبانو سياسي او جنګي سنګر دواړه ګټلی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ريیس سهیل شاهین د دوحې تړون د ځینو برخو د نه اجرا کولو په خاطر پر امریکا نیوکه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل د سولې د موافقې له محتوا سره په ټکر کې دي.

ده ویلي، له بده مرغه د تړون ځینې برخې لکه له تور لیسته د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو لېرې کېدل، عملي شوي نه دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دوحې تړون د کليزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې له نړیوالو غوښتي، چې له حکومت سره یې د متقابل درناوي په اساس تعامل وکړي.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی، چې افغانان به د ده په ټکیو د طالبانو په مشرۍ « جهادي فکر او د ازادۍ غوښتنې لارې» ته دوام ورکوي.

د دوحې تړون د دويمې کليزې په مناسبت د طالبانو یو شمېر منتقدینو له دوی غوښتي، چې د ياد شوي تړون په اساس له نورو افغان سیاسي لوریو سره د خبرو په اساس د ټولو په ګډون او خوښه حکومت جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب