Homeخبرونهمنظور پښتین په خوست کې د نیالګیو ايښودونکو ځوانانو په نیول کیدو...

منظور پښتین په خوست کې د نیالګیو ايښودونکو ځوانانو په نیول کیدو غبرګون وښود

تاند:(سې شنبه، د کب لسمه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د طالبانو له لوري په خوست کې د هغو ځوانانو په نیول کیدو غبرګون وښود، چې ويل کيږي د ښاغلي پښتین، ولسمشر غني او افغان ملي بیرغ په نومونو د نیالګیو کښېنولو له کبله بندیان شوي دي.

ښاغلي پښتین په سند ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه مخکښ غړي علي وزیر د خوشې کیدو لپاره د پیل شوي پرلت په غونډه کې نن وویل، چې که طالبان په خوست کې نیولي ځوانان خوشې نه کړي، دوی به یې په اسلام اباد کې د سفارت مخې ته د عدالت غوښتنې پرلت پیل کړي.

هغه تور ولګاوه چې د طالبانو د دغه عمل تر شا د پاکستان لاس دی او ويې ويل چې پاکستان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه محکوم کړي دي.

منظور پښتین طالبانو ته په خطاب کې وویل:«تاسې له يوې ونې سره د یوه نوم د لیدو زغم نه لرئ، لوی حکومت به څنګه وچلوئ؟»

په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت نه د منظور پښتین څرګندونو او نه د خوست د بندي کړو یو شمېر ځوانانو د نیول کیدو موضوع ته غبرګون ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر نیول شویو ځوانانو عکسونه خپاره شوي، چې سرونه يې خرييل شوي او په توهین آميزه بڼه یې په غاړو کې د افغانستان څیرل شوي ملي بیرغونه پراته دي.

د طالبانو دغه عمل په پراخه کچه غندل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو والي محمد نبي عمري څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې خوستيان باید تر درېیو ورځو د افغانستان ملي بيرغ له خپلو هټيو، کورونو او موټر سايکل او موټرو څخه ليرې کړي.

طالبان په دې ډول هڅه کوي چې خپل کفن ډوله تنظیمي بیرغ پر خلکو د ملي بیرغ په ځای تحمیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...