Homeخبرونهکه روسیه د اوکراین انترنیټ پرچاو کړي، ایلن ماسک د هوا له...

که روسیه د اوکراین انترنیټ پرچاو کړي، ایلن ماسک د هوا له لارې انترنیټ وررسوي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۱۱مه) روسیې د دې لپاره چې خپل ولس ته د اوکرایني مشرانو د پیغامونو د رسېدو مخه ونیسي پرون (سې شنبې) د اوکراین په پلازمېنه کې د تلویزیون تر ټولو لوړ انتن په نښه کړ.

د روسیې د جنګي الوتکو له لوري د کییف په مرکزي برخه کې د تلویزیون پر انتن له بمبارۍ وروسته د اوکراین د دولتي تلویزیون ځینې خپرونې پرچاو شوې.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وویل چې برج یا انتن ته زیان اوښتی او یو شمېر تلویزیوني چاینلونه به تر یوه وخته کار نه شي کولی.

روسیه هڅه کوي چې د اوکراین له حکومت څخه تبلیغاتي وسایل واخلي. اټکل کېږي چې روسیه به په اوکراین کې د انترنیټ د قطع کېدو هڅه هم وکړي ځکه چې اوس تر تلویزیون هم انترنیټ مهم دی او ډېر خلک معلومات د انترنیټ له لارې ترلاسه کوي.

خو په همدې منځ کې د نړۍ تر ټولو لوی ملیاردر او د سپېس ایکس خاوند ایلن ماسک غواړي چې د سټارلینک په نوم د سپوږمکۍ سیستم له لارې انترنیټي خدمات اوکراین ته برابر کړي.

په دې اساس، که روسیه د اوکراین انترنیټ پرچاو هم کړي، د دغه هیواد خلک به له له سپوږمکۍ څخه لا غښتلی او وړیا انترنیټ ولري.

ماسک ویلي چې نور وسایل لېږي چې اوکراینیان د روسیې د یرغل په لړ کې له انترنیټ څخه کار واخلي. ده نه دي ویلي چې څه ډول وسایل چیري لېږي.

خو ویل کېږي چې د ایلن ماسک دا کار له اوکراینیانو سره د روسانو د یرغل په وړاندې د هغوی د روحیې په لوړولو کې مهم رول لوبولی شی.

د ایلن ماسک سپېس ایکس شرکت له ډېر وخت راهیسې فضا ته سپوږمکۍ لېږي څو درستې نړۍ ته د هوا له لارې انترنیټ ورسوي. د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به د افغانستان په شان په وچه کې ایسار هیوادونه ګاونډیو هیوادونو ته محتاج نه وي چې د انترنیټ لپاره هغوی ته پیسې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...