یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا دلاور: امريکا څو پوځي اډې غوښتې، خو ور مو نه کړې

ملا دلاور: امريکا څو پوځي اډې غوښتې، خو ور مو نه کړې

تاند:( چار شنبه، د کب يوولسمه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر او امريکا سره د مذاکراتو د ډلې غړي مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې امريکا له طالبانو څخه هم په افغانستان کې څو پوځي اډې غوښتې، چې د دوی سخت مخالفت سره مخ شو.

نوموړي پرون له امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون په دويمه کليزه کې وويل، چې امريکا د خپلې دې غوښتنې د عملي کیدو لپاره ټينګار درلود، چې د دې اډو په نه موجوديت کې به افغانستان ژر تجزيه او او په بلې سوريې بدل شي.

مولوي دلاور په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ويستو د پريکړې له دفاع سره، پر اوسني ولسمشر بايډن نيوکه کړې وه، چې بګرام پوځي اډه يې بايد په خپل کنټرول کې ساتلې وای.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې یاده اډه به چين را لاندې کوي، خو طالب چارواکو دا ادعاوې ردکړي دي.

1 COMMENT

  1. بد دې کول،ګه امريکا ته دې اجازه ور نه کړه، خو اوس ټول واک او اختيار د افغانانو له يو پنجاب سره پروت ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب