یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک افغانستان ته د تصویب کړې ۱ ميليارد ډالر مرستې د...

نړیوال بانک افغانستان ته د تصویب کړې ۱ ميليارد ډالر مرستې د مصرف اجازه ورکړه

تاند:( چار شنبه، د کب يوولسمه) رويټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې نړيوال بانک په افغانستان کې د هغه يو ميليارد ډالره مرستې د مصرف اجازه ورکړې، چې د افغانستان له پرځول شوي جمهوري نظام ته يې تصويب کړې وه.

ياد شوي بانک پريکړه کړې، چې دا مرسته دې پر عاجلو او بشري مرستو مصرف شي.

نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.

نړيوال بانک او طالب چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خلکو ژوند او اقتصاد تر ډېره پر بهرنيو مرستو متکي دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دا مرستې په بېساري ډول کمې شوي او د فقر او اقتصادي ناورين شدت ته يې لاره هواره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، افغانستان کې نيږدې نېمایي خلک په کافي اندازه خواړه نه لري، چې دا وضعیت به د ډېر مهاجرت او حتا بشري تلفاتو سبب شي.

1 COMMENT

  1. دا يې غلط کار کړای، دا پيسې پولې پنجاب ته روانې دي. څوک يې چې نه مني بیا دې د پنجاب ط جواب ورکړي ولس ته چې په دې شپږو مياشتو کې دوه ميليارده ډالره چيرته او کوم بانک ته ولاړې، د افغانستان کې د پنجاب؟؟؟ بل دا چې افغانستان ته ټولې مرستې د پنجاب د تور وايسر او امير آلمومنين پنجابی سفير کوي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب