پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهله ايرانه د‌ ورځې ۳ سوه افغانان د نيمروز په پوله بیرته...

له ايرانه د‌ ورځې ۳ سوه افغانان د نيمروز په پوله بیرته را اړوي

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) په نيمروز کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې ايران هره ورځ خپلې خاورې ته په ناقانونه توګه اوښتي کډوال دغه ولايت ته ستنوي.

په نيمروز کې د طالبانو د کډوالو چارو رييس مولوي صديق الله نصرت وايي، چې په دغو شړل شويو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی له نورو هېوادوالو هم غواړي چې هېواد ته ستانه او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

نصرت زیاتوي، چې د کډوالو نړيواله اداره خپلو اصلي سيمو ته د شړل شويو افغانانو په ستنولو کې د کډوالو چارو رياست سره مرسته کوي.

مخکې په ځينو راپورونو کې ايران ته د ورتلونکو افغانانو ورځينۍ کچه له درېیو تر پينځو زرو تنو ښودل شوی و.

ايران له دې کبله انديښمن دی او وېره ده، چې په روان پسرلي کې به د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله له افغانستان څخه د کډوالو د وتلو لړۍ نوره هم چټکه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...