Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپروان کې له داعش سره د جګړې خبر ورکړل شو

پروان کې له داعش سره د جګړې خبر ورکړل شو

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې ځواکونو یې په پروان کې د داعش ډلې له وسله والو سره نښته کړې ده.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي چې نښته پرون مازيګر د پروان ولايت په مرکز چاریکار ښار کې شوې.

سرچینه زیاتوي، د نښتې په ترڅ کې یو داعش وسله وال وژل شوی، بل ټپي او درېيم یې نیول شوی دی. ويل شوي چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

داعش ډله تر ډېره د داسې خبرونو په اړه مطبوعاتو ته څه نه وايي.

په وروستيو کې ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو ادعا کړې، خو طالبانو یې راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...