شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه ۶ مياشتو کې افغانستان ته د څه باندې نیم میلیون کډوالو...

په ۶ مياشتو کې افغانستان ته د څه باندې نیم میلیون کډوالو د راستنېدو ادعا وشوه

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۵۰ زره افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد ارسلاح خروټي ويلي چې ډېری دغه کډوال له پاکستان، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د مولوي خروټي په وينا، د یادو کډوالو د بېرته ستنېدو او په هېواد کې يې د ژوند د زمينې برابرولو لپاره د دوی حکومت لازم ګامونه اخيستي دي.

نوموړي دا هم وويل، چې دمګړۍ تر ۷ میليونو پورې افغانان په ايران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې کډوال دي.

نوموړي په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغانانو شمېر درې- درې ميليونه او په لویدیځ کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر يو ميلون وښوده.

د طالبانو د کډوالو وزارت مرستيال په هېواد کې دننه د داخلي بې ځايه شويو کسانو شمېر شاوخوا ۳ میلیونه ښودلې او ویلي، چې ۲۴۰ زره یې د دوی په هڅو بیرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي.

د طالبانو دغه مقام منلې چې د بشري مرستو په وېش کې فساد شته او داخلي بې ځايه شويو ته په سمه توګه نه رسيږي، خو له فساد سره یې په مبارزې ټينګار کړی دی.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې هره ورځ له هېواده د زرګونو افغانانو د قانوني او ناقانونه مهاجرت خبرونه ورکول کېږي.

1 COMMENT

  1. دا هغه افغانان دي چې د ورځې په سلګونه ایران او پاکستان او نورو هیوادونو ته قاچاقي اوړي، او له هغه ځایه بیرته هیواد ته ډیپورټ کیږي !! زما په اند حقیقت به داسې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب