یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپر پاکستان فشار په زیاتېدو دی چې پر اوکراین د روسیې یرغل...

پر پاکستان فشار په زیاتېدو دی چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۱۱ مه) پر پاکستان د لوېدیځو هیوادونو او د هغو د متحدانو له لوري فشار مخ په زیاتېدو دی چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد هڅه کوي چې نه مسکو وغندي او نه د کییف په زغرده ملاتړ وکړي.

په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې د پلاوي د مشر، کاناډا، بریتانیا، استرالیا او جاپان په شمول د ۲۲ هیوادونو سفیرانو له پاکستانه وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي او د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د مسکو خلاف د پرېکړه لیک ملاتړ وکړي.

په اسلام اباد کې مېشتو لوېدیځو او د هغو د متحدو هیوادونو سفیرانو په خپل ګډ بیان کې پر پاکستان ږغ کړی چې د ملګروملتو د منشور او د نړیوال قانون د بنیادي اصولو د پیاوړتیا لپاره د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ننګه وکړي.

په بیان کې وړاندې راغلي:«د اوکراین وضعیت نه یوازې په اروپا کې بلکې د نړۍ په هیڅ ځای کې د منلو نه دی. په دې سخت وخت کې، نړیواله ټولنه باید د نړیوال نظم پر بنسټ د جوړو شویو اصولو او د ملګروملتو د منشور له پیاوړتیا سره د پیوستون لپاره کار وکړي.»

پاکستان په ځواب کې د ۲۲ هیوادونو بیان «پېغور» بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري په فلسطین کې د اسراییل تېریو، پر عراق، سوریې لیبیا او سره برینیڅا حملو او پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو د «غیرقانوني» بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له سرغړونو څو لسیزې وروسته دغو هیوادونو ته یو ناببره د ملګروملتو منشور او نړیوال قانون ور په یاد شوی دی.

پاکستان په وروستیو کلونو کې روسیې ته نژدې شوی دی. پاکستان له امریکا په دې خوابدی دی چې د دغه هیواد په پرتله یې له هند سره اړیکې نژدې کړي دي. همداراز امریکا د پخوا په شان پاکستان ته په خلاص لاس مرستې نه ورکوي.

د چارو شنونکي وايي، که څه هم پاکستان په دې پوهیږي چې روسیه او چین د امریکا د مالي مرستو ځای ورته نه شي نیولی خو دا هیواد غواړي پر امریکا فشار راوړي چې که مرستې ورسره نه کوي، په نړیوالو مسلو کې یې ملاتړ نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب