پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې يو بهرنی داعش جنګیالی نیول شوی

کابل کې يو بهرنی داعش جنګیالی نیول شوی

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې یې یو بهرنی داعشي جنګیالی نیولی.

دغه وزارت په يوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې ياد شوی داعش جنګیالی د کابل ښار په پینځلسمه ناحیه کې نیول شوی.

نوموړي کس په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې اصلا د تاجيکستان اوسیدونکی دی، خو له طالبانو سره د جګړې لپاره د روسیې، ترکيې او ايران له لارې افغانستان ته راغلی و.

ياد شوي کس خپل اصلي نوم امېد او بدل نوم احمد فريد ښودلی.

طالبانو ويلي چې دغه داعش جنګیالي د دوی خلاف تخريبي فعاليتونو کې لاس درلود، خو په دې اړوند یې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو پرون د پروان ولايت په مرکز چاریکار ښار کې له داعش سره د نښتې خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو په ګډون يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر زیاتیدو خبر ورکوي، خو طالب چارواکي یې څرګندونې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...