شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکریم خلیلي او عطامحمد نور د ملا دلاور وروستيو څرګندونو ته غبرګون...

کریم خلیلي او عطامحمد نور د ملا دلاور وروستيو څرګندونو ته غبرګون وښود

تاند:(چارشنبه، د کب يوولسمه) ‏د افغانستان يو شمېر مخکينيو چارواکو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدين دلاور وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

مولوي شهاب الدين دلاور پرون وویل چې نړيوالو د دوی د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره د پخوانيو چارواکو يو ۱۵ کسیز نوملړ سپارلی او غوښتنه کوي چې هغوی دې طالبان په خپل حکومت کې شامل کړي.

شهاب الدين دلاور د دغو کسانو نومونه وانخيستل، خو هغوی يې په خاینان وبلل.

د ملا دلاور یادو څرګندونو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت دویم مرستیال محمدکریم خلیلي او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور غبرګون ښودلی دی.

خليلي ویلي، د ځپلو سياست په افغانستان کې پایله نه ده لرلې او نه بايد څوک د واک د انحصار په هڅه کې وي.

خليلي غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې یو غیر متمرکز، دیموکراتیک، په عدالت ولاړ او د قواوو د تفکيک لرونکی نظام رامنځته شي.

کريم خليلي دا څرګندونې په هغه پيغام کې کړي چې د طالبانو په لاس یې د خپل ګوند د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مناسبت خپور کړی دی.

هغه په دې پیغام کې د مزاري د تلین په نه نمانځل کیدو هم خپګان څرګند کړی دی.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بيا طالبانو ته توند ګواښونه کړي او ويلي چې هغه د کرزي او غني معاونیت رد کړی و، له طالبانو خو بیخي څوکۍ نه غواړي.

د نور په خبره ملا دلاور هسې خپل حکومت ته غره دی، ځکه د ده په خبره د حکومت د عسل مياشتې ورځې يې په پای ته رسیدو دي.

عطامحمد نور له ډېر څه ويلو پرته ویلي چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شي، د پرزولو لپاره به یې مبارزه وکړي.

طالبانو بيرته د خليلي او عطا محمد نور خبرو ته عکس العمل نه دی څرګند کړی.

دلاور: نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو لپاره په حکومت کې د ۱۵ تنو د شاملېدو غوښتنه کوي

2 COMMENTS

  1. دغه ډوزن، پنجابی، ایرانی، کولابی، کی جی بی، متعصب د افغانستان دښمن، او ډیر بی غیرته عطانور ډارن بیا د بهر څخه څه چټیات وای.
    اتا نور د افغانستان یو نیم میلیارده ډالر په فساد او بدمعاشی سره د افغانستاان د خلکو د وینو څخه پیداکړیدی ژر تر ژره باید دغه ډالر تری واخیستل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب