شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: ټول دولتي کارکوونکي په شرعي « صورت او سيرت»...

امر بالمعروف وزارت: ټول دولتي کارکوونکي په شرعي « صورت او سيرت» برابروو

تاند:(پنجشنبه، د کب دولسمه) ‏‏د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي چې په «شرعي صورت او سيرت» يې د ټولو دولتي کارکوونکو د برابرولو هڅې پیل کړي او غواړي ټول دولتي کارکوونکي په هغه بڼه چې دوی یې«اسلامي او شرعي» بولي، برابر کړي.

د طالبانو د دغه وزارت چارواکي په وروستيو کې د مختلفو دولتي ادارو له چارواکو او کارکوونکو سره غونډې کوي او خبرداری ورکوي، چې ږيرې پريږدي، خولۍ يا پګړۍ په سر او لمونځونه په جوماتونو کې په جمع ادا کاندي.

په دې سلسله کې پرون د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يو مقام ملا راز محمد د کورنيو چارو وزارت ته ورغلی او له مقاماتو سره یې د خپلو دغو غوښتنو اړوند غونډه کړې ده.

ملا راز محمد ویلي چې د ټولنې د اصلاح لپاره به خپل کار لومړی له دولتي ادارو څخه پیل او دولتي کارکوونکي به ټولنې ته د نمونو په توګه وړاندې کړي څو نور خلک هم د شرعي احکام پلي کولو ته وهڅول شي.

د طالبانو دا کړنې د خلکو د نارضایتۍ لامل شوي، ځکه د دوی د تېرې واکمنۍ خاطرې تکرارېږي او خلک د طالبانو په نه بدلیدو باوري کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف غړیو  په تېره واکمنۍ کې خلک د ږيرې لنډولو او جومات ته د نه تلو په تور په درو وهل، بندیانول او ښځو ته له کوره د وتو اجازه نه ورکوله.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان تقریبا ټول اوسېدونکي الحمدالله مسلمانان دي ، حتی دوی له اسلام نه مخکې هم په ښکلو انساني او متمدنو جامو پټ وو.
    کوم څه چې ټالبان د اسلام په نوم پر خلکو تحمیلوي ، ډېر افراطي او د اسلام له اساسي اصولو نوره هم پښه اړوي .
    کله چې د یوې ټولنې غړي د خپلو واکدارانو له کړنو راضي نه وي ، دوی پرځان حاکمو دولتونو چپه کولو کې سره متحد کیږي . ټالبان هم په لوی لاس د خپل ولس منڅ کې د ځان پرخلاف نفرت زېږوي ، چې کېدای شي یو ځل بیا تر ګوانتانامو ورسیږي .
    یواځې په ږیرو څوک نه مسلمانیږي . که داسې وای نو یهودیان او سکهان تر ټولو اوږدې ږیرې لري . مهرباني وکړئ ، خپل ځانونه د اسلامي شریعت په اصولو برابر کړئ ، منافقت مه کوئ ، دروغ مه وایئ ، وحشت مه خپروئ .
    خلکو ته امنیت ، کار او د تحصیل زمینه مساعده کړئ . د خپل ولس زړونه ترلاسه کړئ .

  2. خر موسی چون به مکه برند، چون پس آرند هنوز خر بود. دوی هماغه خره دی. د دوی کړنی به دا ځل پخیر د ملا او طالب نوم له افغانستان څخه ورک کړی که خدای کول. دا ځل یی پنجابیان هم نه پریږدی. ټول ملت لدوی په تنګ راغلی ولاړ شی د تورخم او د سپین بولدک دروازی ته وګوری چی هر ورځ څوره خلک له هیواده وځی همداسی ایران ته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب