جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ د محمود خان اڅکزي په بلنه د پښتنو قامي جرګه...

محسن داوړ د محمود خان اڅکزي په بلنه د پښتنو قامي جرګه کې د ګډون اعلان وکړ

تاند:(پنجشنبه، د کب دولسمه) ‏‏د پاکستان تر قلمرو لاندې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او پښتون سياستوال محسن داوړ په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په کوربه توب د پښتنو په ترسره کیدونکې قومي جرګه کې د ګډون اعلان وکړ.

‏د محمود خان اڅکزي د ګوند سرچينې وايي چې د نوموړي په مشرۍ، د پښتونخوا مي عوامي ګوند به د مارچ په يوولسمه، په بنو کې د پښتنو قامي جرګه جوړه کړي.

اڅکزی وايي، دا جرګه یې پښتنو ته د “ورپېښو ستونزو” د هواري لپاره وربللې ده.

ويل شوي چې ياده جرګه به دوه ورځې دوام وکړي او د پښتنو په عمومي وضعيت به پکې بحثونه او خبرې وشي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند په یوه اعلامیه کې راغلي چې د جرګې جوړونکو ورسره لیدلي او په جرګه کې یې د ګډون بلنه ورکړې، چې دوی هم منلې ده.

په وروستيو کې د لر او بر پښتنو ترمنځ د نظر او عمل نيږدې والی زيات شوی.

تمه کيږي، چې په جرګه کې به د افغانستان په وضعیت او پکې د پاکستان د پراخو لاسوهنو په تړاو هم بحثونه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب