جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد لوګر د عینک کان د کیندلو چارې ژر پيليږي

د لوګر د عینک کان د کیندلو چارې ژر پيليږي

تاند:(پنجشنبه، د کب دولسمه) ‏‏د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په لوګر کې د مس عینک کان د کیندلو د بيا پيل خبر ورکړ.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، د دې کان تړون بيا له چینايي شرکت ايم سي سي سره شوی او په پام کې ده چې ژر يې د کیندلو عملي چارې پيل شي.

د لوګر د عینک د مسو کان د نړۍ دوهم ستر کان دی.

د دغه کان د مسو اندازه ۲۴۰ میلیون ټنه او ارزښت یې ۵۰ ميليارده ډالره اټکل شوی دی.

د طالبانو د کانونو وزارت وياند مولوي برهان هیله من دی چې په دې معدن کې به په مستقيم او نا مستقيم ډول شاوخوا ۵۰ زره تنه په کار بوخت شي.

ويل شوي چې چينايي کمپنۍ د کابو ۳ ميليارده ډالرو په پانګونې خپل فعاليت پيلوي.

طالبان له اقتصادي ناورين سره هم مهاله، ډېر په دې تمه دي چې د افغانستان په کانونو کې د بهرنیو پانګونو له لارې به د خپلې حکومتولۍ چارې مخته يوسي.

خو يو شمېر خلک نیوکه ورباندې کوي، چې دوی مسلکي ظرفیتونه نه لري او له حکومت څخه د غیر طالب ظرفيتونو د ايستو له کبله به ورته په سمه توګه د کانونو د مدیریت چاره سخته او د هېواد په زیان تمامه شي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې چینايی شرکت په کومو نویو شرایطو د عینک د مسو کان کیدنې او پانګونې ته چمتو شوی دی. شاوخوا یوه لسیزه پخوا دې چینايي کمپنۍ د برېښناکوټ، سړک او رېللارې د جوړولو ژمنې هم کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب