پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د جمعې او اختر خطبې

د جمعې او اختر خطبې

زبیر افغان

د جمعې او اختر لمنځونه خلکو ته د پيغام رسولو بهترین فرصتونه دي، د مسلمانانو زیاتره کسان یوه ځای ته را ټولېږي، نارې، پسپسکی او د توجو اړولو شیان نه وي؛ ویناوال په خلاص مټ خپله خبره تر ناستو کسانو رسولای شي.

خطبه عربي لفظ دی، د خاء په پېښ د بیان معنا ور کوي او د خاء په زیر ښځې ته د مرکې په معنا دی.(معجم اللغة العربیة المعاصره: ۱۶۴۳، لفظ خ طا ب ماده)

بیان د دې لپاره کېږي چې خلکو ته دنیوي یا دیني پيغام ورسول شي، د یوه هیواد چارواکي سټیج یا ټلویزیون ته د همدې لپاره راځي چې ملت ته خپل پيغام ورسوي، خطیب د همدې لپاره منبر ته پورته کېږي چې خلکو ته بیان وکړي، خلکو ته د پيغام په رسولو خپل دیني مسوولیت ادا کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې لپاره خطبې ور کړې دي، د هغه ناست مخاطبین عرب وو؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم هم بله ژبه نه وه زده، له دې امله هغه په عربي بیان کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه خطبه کې خپل ټول پيغامونو خلکو ته نه رسول، بلکې اسلام تدریج ته پام کړی دی، نو لنډه خطبه يې ویله، په حدیث کې د نبوي خطبو په اړه راغلي دي:

«إِنَّ طُولَ صَلَاةِ الرَّجُلِ، وَقِصَرَ خُطْبَتِهِ، مَئِنَّةٌ مِنْ فِقْهِهِ، فَأَطِيلُوا الصَّلَاةَ، وَاقْصُرُوا الْخُطْبَةَ» (مسلم، کتاب الجمعه، باب تخفیف الصلاة والخطبه، ح: 869)

ترجمه: د یو کس اوږد لمونځ او لنډه خطبه د هغه د پوهي نښه ده، نو لمونځ اوږد کړئ او خطبه لنډه کړئ.

زموږ په ټولنه کې ولې خطیبان یوځل په پښتو خبرې کوي او بیا په عربي خطبه وايي؟

دا نه یوازې د خطبې له ماهیت څخه ناخبري ښيي، بلکې د خطبې اساسي هدف په دې ورکېږي چې خلک پښتو بیان ته نه راځي، ځکه ډېر اوږد وي، کله چې عربي شروع شي خلک را پيل شي او لمونځ وکړي بېرته ځي، دلته خلک له ثوابه هم محروم شول، له بیانه هم محروم شول، د خطبې هدف هم له منځه ولاړ او خلک په دې اوږدو اوږدو بیانو ستړي شول او په دې سره زموږ خطیبانو تر ماهیت د شکل یوه برخه غوره کړه، په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه به لنډه وه، د دوی خطبه اوږده ده، ځکه یوځل پښتو وايي بیا عربي، د پښتو بیان يې ډېر اوږد او خسته کوونکی وي، په دویم قدم کې هغه لمونځ اوږد ور کاوه، دوی لمونځ په انا اعطینا ور کوي، هغه به په روښانه ټکو خپله خبره تر خلکو رسوله، زموږ خطیبان عربي وايي خلک نه په پوهېږي.

دلته ګڼې تېروتنې کېږي، خلک په شکل پسې مښتي دي، خو ماهیت يې هېر کړی دی. خطبې اوږدې دي، خلک خسته کوي، د دوو خطبو له امله خلک پر وخت مسجد ته نه راځي، د عربي د خطبې مهال راځي چې په عربي دوی نه پوهېږي، نو پيغام هغوی ته نه رسېږي او په دې توګه هم د وختي راتګ له ثوابه محروم شول او هم له دې چې له بیانه به يې یو څه دیني زدکړه کوله، هغه هم پر ودرېده. یوه بله تېروتنه په عربي خطبه کې دا ده چې یو خطیب په خپل ټول ژوند کې یوه عربي خطبه وايي، هغه هم له کتابه وايي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم که خطبه په عربي ورکوله، نه يې له کتاب ویله او نه يې ټول ژوند یوه خطبه ویله، دوی دا په کوم ایت یا حدیث کې موندلي دي؟

که په رښتیا د نبوي خطبې تابعداري کوي، نو هرې جمعې ته دې نوې عربي خطبه تیاروي، لنډه به يې وایي، د خطبې مهال به یو لرګی هم په لاس کې نیسي، په پښتو به خطبه نه وایي، خطبه يې باید تر لمانځه اوږده نه وي او له کتابه دې نه وایي؛ بلکې له خپل حافظې دې ووایي. دا نبوي خطبې شکل دی.

که غواړي چې هدف پسې ولاړ شي، تر شکل ماهیت مهم وګڼي، لکه د سرسايې په اړه چې يې همدا تګلاره غوره کړې ده؛ نو بیا خطبه په پښتو، دري، اردو یا بله ژبه چې د دوی مخاطبین په پوهېږي، ووایي، خطبې ته دې تیاري وکړي چې خبرې يې لنډې، واضحې، پيغام رسونکې او پر خلکو نه بوجېدونکې وي، عربي خطبه نه قران کریم جبري کړې ده او نه حدیثو، عربي دې پرېږدي او ځای يې پښتو یا د بلې ژبې بیان نیسي، خلکو ته دې د هغوی په ژبه خبرې وشي چې هم ثواب شي هم خورما. خلک به دین زده کړي، وختي به راشي، وخت به يې نه ضایع کېږي، خسته کېږي به نه او دوی به خپل مسوولیت ادا کړي، پيغام به ډېرو کسانو ته ورسوي او په عملي توګه به خلکو ته درس ور کړي چې شریعت کې تر شکل ماهیت مهم دی.

۲۰۲۲/۲/۲۶

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زبیر افغان ورور ښې موضوع ته اشاره کړیده. خو ځينې ملایان په پښتو وعظ او خطبه کې داسې خبرې کوي ؛فکر کوم پخپله به هم په مانا ېې نه پوهیږي او یا د مسلمانانو زړونه له اوریدو او وخت ضیاع توروي. مثال پایڅې جګې کړئ کنه په دوزخ کې به اویازره غوټې درکول کیږي!!!! !…
    زما په نظر تورکي مولویان (هوجالر) چې ډیري ېې لوړ دیني تحصیلات لري او حتی د (امام خطیب )په نوم سکولونه لري ډیره په وخت او اصولو برابره خطبه بیانوي.
    اول کې یو آیت شریف او اړونده حدیث د پیغامبر ص. او بیا ېې ترجمه په ترکي زبه؛ البته د اسلام د مبارکو میاستو او وختونو په ارتباط او یا مهمو ټولنیزو موضوعاتو په باب د هرې جمعې خطبه فرق کوي . البته یوه حصه د خطبې چې درود پر آنحضرت ص. او یا آخر کې ان الله یامر بالعدل و الاحسان …الآیه په عربي ژبه ویل کیژي.
    هیله کوم کووم ديني عالم په دې برخه کې پوره رڼا واچوي ځکه زه دیني ډاکټر نه یم لاکن غواړم خپلو اسلامي پوهنو ته+ طبیعي او اجتماعي او ټکنالوژي ا.د.ن. ته پراختیا ورکړم. نړۍ مڼنه له وخت نه مو.

  2. سلام
    ۱-رادیو ،تلویزیون ،انترنټ، ایمیل ، تیکست،یوتیوب، فسبوک هغه وسایل او ابزار دی چې دیوې ټولنې انسانان سره دخبرو اترو او بیانیو په محور سره نږدې کوی اوبو هوی . بناء معاصرې تکنالوژی دکلام الله په قرا، تفسیر ،تلاوت ،ترتیل او ترتیب(تجوید) په سطحه ډیرپرمختګ کړی دی اوډیر اوچت پوهان ،دانشمندان او عالم کسان لری .عربی ژبه الله ج د «ذی عوج »په نوم یاده کی په دې کې بې له انحصاره اسرار شته چې دنورو ژبو سره کومه جګړه د برتر ی او بهتری په نوم نه لری.
    ۲- خطبه هر اړخیزه پوهاوی دی . داسلامی او عامه مسایلو پېژندګلوی،مطلالب او اغېز داهمیت وړ خبره ده البته داسلام په تاریخی رسالت او فرهنګ کې. طبیعی خبره ده له خطبې باید هرڅوک په اعظمی توګه ګټه پورته شی . خطبه ورکول دهر چا کار نه دی یوازې تعلیم شوی خطیبان چې په تولو تولنیزو نزاکتونو کې پوهه ولری یا هغه مولویان چې دپوهې کچه یی لوړه ده.دینی عالم هغه څوک دی
    چې دینی مسایلو کې دخطبې له لارې خبلو خلکو ته اګاهی او بلنه ورکړی دعدل ، انصاف، او مساوات لا ره پرانیزی.
    ۳- ځینی خیالی او هوایی بې بنسته فرضیې لکه خسته کن ، یا معنوی برخې سکنل او توجیه کول دخېټې خبری دی . لکه ځینې سکیو لران چې عبادت ته نشی کولی نو پلمې جوړوی دغه ډول خلک دخطبې داورریدو توان نه لری
    ۴- دداکتر ساپی وړاندیز پرځای دی که موږ واقعا دکلام الله په ترجمه په سمه توګه پوه شو دخطبې په مانا او اهمیت هم پوهېږو خو ستونزې شته کومه برخه یې وڅېړو؟
    یو شمیر کسان په ډاګه دروغ وایی دعالی تحصیلاتو ادعاکوی : ماستری او داکتری خو یی پته نه لګیږی چې رښتیا دوی دغه اسناد دیوه با نصابه تعلیمی ادارې څخه تر لاس کړی وی اوکه هسې په اټکل یی محاسبه کوی. لکه دکاکتوس پروګرام کې خیالی فارغ التحصیلان.

  3. محترم شریف زاد صاحب.
    عربی ژبه د ذی عوج په نوم نده یاده شوې. کیدی شی په لیکنه کی مو املایی غلطی درنه شوی وی. قرآن او اسلام د غیر ذی عوج په نوم یاد شوی ، یعنی هیڅ ډول کجی او انحراف پکی نشته. که وضاحت ورکړۍ مننه.

  4. سلام
    بیلکل! سمه ده زما هدف هم ستا خبره ده کږی انحراف اونیم بوهاوی به کې نشته . مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب