جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد روسیې د حکومت یو ګډ پلاوی کابل ته راغلی

د روسیې د حکومت یو ګډ پلاوی کابل ته راغلی

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) خبري سرچينو کابل ته د روسیې د مختلفو وزارتونو د یوه کمیسون د سفر خبر ورکړی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغه سفر مشري د روسیې د فدرالي هوايي ترانسپورت د ادارې مرستيال باخوریف ګیورګی کوي.

په پام کې ده، چې یاد شوی پلاوی به د طالبانو د حکومت له چارواکو سره له کتنې وروسته د کابل د هوایي ډګر وضعیت هم له نيږدې وګوري.

طالب چارواکو د دغه سفر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

روسي پلاوی په داسې مهال کابل ته په سفر راځي، چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې افغانستان د ترهګرۍ مرکز وباله او په دې وضعیت رامنځته کيدو کې يې امريکا ملامته وګڼله.

طالبانو د روسیې د استازي تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...