سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهملا برادر: بهر مېشتي افغانان دې له خپلو پانګو سره هېواد ته...

ملا برادر: بهر مېشتي افغانان دې له خپلو پانګو سره هېواد ته ستانه شي

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا لومړي او اقتصادي مرستیال ‏ملا عبدالغني برادر اخوند په بهرنيو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې له خپلو پانګونو سره هېواد ته ستانه شي.

نوموړي نن په کابل کې د افغانستان د اقتصادي وضعيت د ارزونې په يوه کنفرانس کې وویل: “افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، نو افغانان او افغان پانګه وال ولې نورو هیوادونو کې ژوند کوي؟ له دوی غواړم څو بېرته خپل هیواد ته راشي قدر او عزت یي دلته ډېر دی.”

‏ملا برادر د خپلو خبرو په دوام کې وويل:له ټولو افغانانو او افغان پانګوالو غواړم، څو هیواد ته راشي او دلته پانګونه وکړي.

ياد شوی کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ خونې له لوري جوړ شوی و، چې يو شمېر نورو طالب چارواکو او سوداګرو هم پکې ګډون درلود.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ورځ تر بلې له افغانستان څخه د ماغزو د فرار تر څنګ د سرمايې د فرار خبرونه زيات شوي دي.

د طالبانو منتقدان مني، چې د دې ډلې له واکمنیدو سره امنيتي ننګونې تر ډېره حده له منځه تللي، خو په اوسني او راتلونکي وضعیت بې باوري او خلکو ته په ډاډ ورکولو کې د طالب چارواکو پاتې راتګ په هېواد کې د خلکو د نه پاتې کيدو او د پانګونې کمېدو اصلي لاملونه دي.

5 COMMENTS

  1. سهي ده، تاسې اول خپله خپلواکي او آزادي ثابته کړی او ووايي چې پنجابيان دې په سر او اوږو نه دي ناست چې ټول د افغانانو مال او دولت باندې يې چور جوړ کړای، بیا به يو څه کار وشي

  2. Amazing! Inviting all those experts in their field and funds to Afghanistan that will be exclusively managed exclusively by a large group of Mullahs with guns but no skill-based education or experience

  3. د نورو ګرانو بهر میشتو افغاننانو په نمایندګی نه بلکه یوازی د ځان لخوا غواړم در ته ووایم:
    زه خپله بېله درو ځړېدلو او غمزه ځپلو بِجلو څخه نوره سرمایه او پانګه نلرم چی د ځان سره ئې دروړم.
    پانګه والا خو تاسی یاستئ چی د ټولی نړۍ د کُفارو او استعمارګرانو او توطئه ګرانو خصوصاً انګریز پټ او ښکاره ملاتړ در سره دئ البته زما او ستاسی د پانګو توپیر دا دئ چی زما پدې بیده پانګه کی بل هیڅوک نه دئ شریک خو ستاسی په پانګه کی در سره تور پنجاب شریک دئ ( په حقیقت کی تاسی ور سره شریک یاستئ ).

  4. څه لیوانیانو خو ندی چی هیواد ته درشی. حکومتی ټول پُستونه مو ملایانو ته ورکړی، کار نشته درشو هیواد ترڅو د یوې مړی ډوډی پسی بغاری ووهو؟

  5. peoples do not trust talibs.because talibs is sold out of pakistan.
    you do,nt have any plan or strategy for rebuild.economy/agrecalture
    in 34 province must start construction for new houses/roads.
    in last six months all afghan source of worths going to Punjab.
    pakistan want that Afghanistan become bazaar or market for pakistani supplies.
    you mula border think .ABOUT KUNER RIVER TO BUILD A DAME AND PROJECT FOR ELECTRICITY.
    KUNER KABUL RIVER WATER GOING TO PUNJAAB.
    I KNOW THIS IS NOT EASY FOR YOU //BUT ONE TEST. YOU ARE FREE OR UNDER CONTROL OF PUNJAAB

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب