پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان: يوناما دې د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي

پاکستان: يوناما دې د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي

تاند:( پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانان د خپل هیواد په چارو کې د پاکستان د سفیر په رول غوسه ښيي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير استازي ‏اکرم منیر، په افغانستان کې د ياد شوي سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې د دفتر پر فعاليتونو نيوکې کړي دي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې تور پورې کړی چې يوناما دې په افغانستان کې د دغه هېواد ملي واکمنۍ ته د درناوي او د طالبانو د حکومت له خوشاله ساتلو سره خپل نوی ماموریت ترسره کړي.

د منير اکرم په وينا، په افغانستان کې د حکومتولۍ د موازي جوړښتونو موجوديت د زغم وړ نه ده.

پاکستاني سفير نه دي ويلي، چې د ده په وينا د يوناما فعاليت دوی که د طالبانو حکومت ته د زغم وړ نه دی.

هغه په عين حال کې ټينګار کړی، چې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو د غوښتنې په شان سياسي موخې ترویجول يوازې د طالبانو د چارواکو وظيفه ده.

د طالبانو حکومت او يوناما ادارې د پاکستان د دغه لوړپوړي ديپلومات د خبرو اړوند څه نه دي ويلي.

 عام افغانان او د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په ګډون ګڼ سياسیون د يوناما پر ځای پاکستان د افغانستان د ملي واکمنۍ په نه درناوي تورنوي او د افغانستان په نمایندګۍ د پاکستاني مقاماتو څرګندونې او په کابل کې د پاکستان د سفیر کړنې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنې بولي.

3 COMMENTS

  1. ملا هبت ا… دې د خلکو کارونه نه معطلوي ، ستاسو له راتګه تر ننه پورې ټولې محکمې تړلي دي . لکه څنګه چې وایی:
    ترکاڼي د بیزو کار ندی ، د قضا دنده هم د ملا دنده نه ده . قضاوت د مسلکي او زده کړو کسانو کار دی . په دې برخه کې نسبت نورو ته ډېر پام وشي . باید مسلکي کادرونه ، د شرعیاتو او حقوقو په رشته کې تحصیل کړي ، مجرب او پاک نفسه کسان په دندو وګمارئ . د خلکو ستونزو د حل کولو او حقوقي اسنادو توزیع کولو کې چټکتیا راولئ . د بیت المال حق ته هم درناوی وکړئ تاسو حق نه لرئ چې بیت المال بخشش کړئ . حق الصکوک د نړۍ په ټولو هېوادونو کې اخیستل کیږي .
    د سقاو زوی هم د خپل « حکومټ » په لومړیو کې مالیه او نور عواید معاف کړل ، خو کله چې خزانه تشه شوه ، بیایی چور اوغلا ته ملا وتړله .

  2. دوه ورځی مخکی کابل کی د یونوما د راتلونکی پروګرام په تړاو په ملګرو ملتونو کی که د امریکی او روسیی د استازو تر منځ یو لړ ناندری پیښ شوی، د روسیی نماینده چی د اوکراین د پیښو وروسته د امریکی له استازی سره څو واری په ملګرو ملتونو کی ښکر په ښکر شوی، د یونوما د کار په باره کې بیا هم د امریکی له استازی سره خپل مخالفت څرګند کړ، پاکستانی استازی د دی لپاره چی روسیه خوشحاله کړي ، د یونوما د کار په اړه د روسیی خبری تکرار کړ او ادعای وکړچی یونوما د افغانستان په داخلی چارو کی لاسوهنه کوي.
    که کوم خارجی هیواد یا ارګان زموږ د هیواد په داخلی چارو کی لاسوهنه کوي هغه پاکستان او د پاکستان استخباراتی اداره ای اس ای دی، عجیبه ده ټوله دنیا او خپله افغانان زموږ دهیواد کورنۍ چارو کی د پاکستانی چارواکو او په کابل کی د هغه هیواد د سفیرد لاس وهنو نه په پوزه راغلي خو په ملګرو ملتونو کی پاکستاني استازی اکرم منیر بیا په افغانستان کې د ياد شوي سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې د دفتر پر فعاليتونو نيوکه نیسي، دری ژبی که یو متل ده وائی : کور خود و بینای مردم لویه خدایه د پنجاب د داسی بیحیا سترګو اومنافقت نه دی توبه وي…

  3. دا يې بل ثبوت چې ط د پنجاب غلامه اداره ده، ګنه يي ط که نر ده پنجاب ته دې ووايي چې نور بس ده او خوله دې بنده کړه….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب