Home+ننګرهار کې د نرګس ګل مشاعره وشوه

ننګرهار کې د نرګس ګل مشاعره وشوه

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) په ننګرهار ولایت کې د نرګس ګل مشاعره نن د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري تر سره شوه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي، چې په دې مشاعره کې د طالبانو ځايي مسئولانو، فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو، د ادبي بهيرونو غړو او عامو خلکو ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور رئيس قاري نور محمد حنيف په دې مشاعره کې ويلي، چې اوس د دې وخت دی ترڅو د شعر او ادب په ژبه د طالبانو د حکومت ملاتړ، يووالي او د هېواد ابادۍ ته کار وشي.

نوموړي وويل، چې هڅه کوي ترڅو په دې ولايت کې د فرهنګ او ادب په برخه کې بېلابېل مناسبتي پروګرامونه په خپل وخت تر سره کړي.

د طالبانو دغه چارواکي پر ځوانانو غږ کړی، چې د افغاني کلتور په ساتنې او بډاينې کې هڅې وکړي.

همدا راز يې ليکوالو او فرهنګيانو ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د دې مشاعرې پر مهال ګڼ شمېر شاعرانو نرګس ګل ته چمتو کړي، د سولې، يووالي او هېواد ابادۍ شعرونه زمزمه کړل.

1 COMMENT

  1. ما د رحمان بابا او خوشحال خان خټک پرته د هیڅ کوم بل شاعر اشعار په شوق او ذوق نه دی لوستی
    خو
    که
    د تیمورشاه ابدالی څخه بیا تر نن ورځی پوری د ټولو حُکامو او حاکمیتونو په اړه د درباری اشعارو کلیکسون تدوین او چاپ سی نو د یو کاغذی یا دیجیتالی موزیم حیثیت به ولری یا په بله ژبه د خښم او تعجب یوه مجموعه او یا په بله ژبه د تناقضاتو او کرائی افکارو یو مست سیند به وی.
    خدای دی د وروستیو سلو کلونو ټول رسمی او غیر رسمی، درباری او غارنشبن شاعران وبخښی، که همدا نن ورځ سر را پورته او د سیاسی – درباری اشعارو د سیند ننداره وکړی نو یقیناً چی هر یو به ئې ددې خندوونکی او ژړوونکی وضعیت په هکله دوه سوه بیتیزه قصیده وږغوی او وغږوی.
    د بده مرغه نه یوازی شاعران بلکه اکثره هنرمندان ( خصوصاً ښار میشتو هنرمندانو ) سلیقه د حاکمیتونو د اجبار په ساطور چاک سوېده.
    نو عرض می دا دئ ( البته په طول او تول کی ) چی:
    طالب جان باید د تاریخ تېره او تیز او بې رحمه غاښونه پخپل ذهن کی مجسم کړی او دا توَهم ته تسلیم نه سی چی ګواکی د یو څو شاعرانو څرګندونی ( کوم چی د جبر له مخی د طالب د رژیم ستاینه کوی ) د حاکم وضعیت د مشروعیت په معنی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...