شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهیوه امریکايي دیپلومات له پخوانیو افغان ځواکونو د یوې قطعې د جوړېدو...

یوه امریکايي دیپلومات له پخوانیو افغان ځواکونو د یوې قطعې د جوړېدو وړاندیز وکړ

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) یوه پخواني امریکايي دیپلومات وړاندیز وکړ چې امریکا دې د افغانستان د پرزول شوي دولت له پوځیانو څخه یوه قطعه جوړه کړي.

په کوزوو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني سفیر فلیپ کازنټ (Philip Kosnett) دا وړاندیز په یوه تحلیلي لیکنه کې کړی چې د اروپا د پالیسۍ د شننې مرکز (Center for European Policy Analysis) پر خپله ویبپاڼه خپره کړې ده.

ښاغلي کازنټ پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې ویلي چې دې جګوې یو وار بیا د سړې جګړې د دورې په شان دا اړتیا پیدا کړې چې د اروپا د امنیت ساتنې لپاره ځواکونه واستول شي.

ده پوځي ځواکونو ته اړتیا ضروري بللې ځکه چې په وینا یې امریکا او متحد هیوادونه یې پر له پسې د داوطلبو ځواکونو له کموالي سره مخامخ دي.

ده په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه امریکا ته د څه باندې ۷۵ زره ایستل شویو افغانانو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې د هغوی په منځ کې ځینې یې د امریکا د دایمي اقامت په شرایطو برابر دي، خو د ځینو نورو د اقامت په اړه پرېکړه د کانګریس له قانون جوړوونکو سره تړلې ده.

کازنټ، چې پر کوزوو سربېره په ترکیه، آیسلنډ او ازبکستان کې هم د امریکا په سفارتونو کې کار کړی دی، باور لري چې امریکا ته په وروستیو کې د تللیو افغانانو په منځ کې داسې کسان شته چې د امریکا په پوځ کې شاملېدو ته لېوالتیا لري خو په شرایطو برابر نه دي ځکه چې د امریکا په پوځ کې د شاملېدو یو شرط دا دی چې د امریکا تابعیت یا دایمي اقامت ولري.

د کازنټ په باور افغانان په جګړه کې زیات مهارت لري او امریکا ته په راغلیو افغانانو کې د افغانستان د پرزېدلي نظام د ملي اردو، ملي پولیسو او ملېشه ځواکونو غړي هم شامل دي او یو شمېر نور یې هغه ترجمانان دي چې د امریکا او ناټو له پوځیانو سره یې کار کړی دی.

ښاغلي کارنټ په مشخص ډول وړاندیز کړی چې کانګریس دې داسې قانون تصویب کړي چې افغان پوځیان بې له دې چې د امریکا تابعیت ولري، د امریکا په پوځ کې شاملېدای شي او امریکايي پوځیان چې هسي هم افغان ځواکونو ته د روزنې تجربه لري، له هغوی سره دې د روزنې په برخه کې مرستې ته دوام ورکړي.

د تېر کال په مني کې د بریتانیا د پوځ په چوکاټ کې د پخوانیو نیپالي ځواکونو په شان د یوې افغان قطعې د جوړېدو وړاندیز وشو او وویل شول چې دا ځواک له هغو افغان پوځي محصلانو، چې په بریتانیا کې په زده کړو بوخت دي او له افغانستان څخه له راایستل شویو افغان پوځیانو جوړېدای شي.

کازنټ ویلي، که څه هم بریتانیا دا وړاندیز لا عملي کړی نه دی خو امریکا کولی شي چې عملي یې کړي.

1 COMMENT

  1. د کار ماته شونی ښکاری ځکه چی طالبانو ونشو کړای چی پخوانی پوځیان ځان سره وساتی د هغوی په هدفی وژنی یی لاس پوری کړ، ترور او وحشت یی ګډ کړ، د یتیمانو سر پرستی یی نکیږی، هغوی چی افغانستان کی هم بند پاتی دی په ډار او وحشت کی ژوند کوی هغوی چی له هیواد وتی نو حتمی به دی نوی قطعی کی په خوشحالی سره یو ځای کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب