یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهملاهیبت الله د محکمو د خدماتو د وړیا کیدو امر کړی

ملاهیبت الله د محکمو د خدماتو د وړیا کیدو امر کړی

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۲مه) ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دوی عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د محکمو د خدمتونو د وړيا کیدو امر کړی دی.

د مجاهد په وينا، د ملا هیبت الله د فرمان پر اساس کومې پیسې چې پخوا پر عریضو، فیصلو او وثیقو اخېستل کېدې او په بانکونو کې جمع کېدې په راتلونکي کې نه اخېستل کېږي.

دا فرمان په داسې مهال ورکړل شوی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته محکمو ته د خلکو مراجعه زياته شوې ده.

خلک شکایت کوي، چې په ډېرو ولايتونو کې د محکمو فعالیتونه تر اوسه عادي حالت ته نه دی ګرځيدلی او کارونه يې ځنډیدلي دي. اکثره پخوانیو قاضیانو کار پرې تیښی او یا له کاره رخصت کړل شوي دي.

ځینې حقوقپوهان وايي چې د طالبانو قاضیان مسلکي نه دي او په قضايي چارو او قوانینو نه پوهیږي.

1 COMMENT

  1. ملا هبت ا… دې د خلکو کارونه نه معطلوي ، ستاسو له راتګه تر ننه پورې ټولې محکمې تړلي دي . لکه څنګه چې وایی:
    ترکاڼي د بیزو کار ندی ، د قضا دنده هم د ملا دنده نه ده . قضاوت د مسلکي او زده کړو کسانو کار دی . په دې برخه کې نسبت نورو ته ډېر پام وشي . باید مسلکي کادرونه ، د شرعیاتو او حقوقو په رشته کې تحصیل کړي ، مجرب او پاک نفسه کسان په دندو وګمارئ . د خلکو ستونزو د حل کولو او حقوقي اسنادو توزیع کولو کې چټکتیا راولئ . د بیت المال حق ته هم درناوی وکړئ تاسو حق نه لرئ چې بیت المال بخشش کړئ . حق الصکوک د نړۍ په ټولو هېوادونو کې اخیستل کیږي .
    د سقاو زوی هم د خپل « حکومټ » په لومړیو کې مالیه او نور عواید معاف کړل ، خو کله چې خزانه تشه شوه ، بیایی چور اوغلا ته ملا وتړله .
    شاهین افغان تاند ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب