شنبه, اپریل 27, 2024
Home+پښتو ژبلار د ښونځي لپاره

پښتو ژبلار د ښونځي لپاره

             ډاکتر ماخان میږی شینواری

دریمه برخه

Hauptsätze
سرغونډالې یا بنسټغونډالې

د غونډالې خونديونې له مخې سړی توپیروي:

 Haupsatz als Aussagesatz:
سرغونډاله د ویناغونډالې په توګه

بېلګه: ورینګي وریږي. توپ رغړي. زدکونکی یوه غونډاله لیکي

 Hauptsatz als Fragesatz:
سرغونډله د پوښتنغونډالې په توګه

بېلګه: ورېنګي سبا وریږي؟ ولې غونډوسکه ورغړېده؟ ته یوه غونډاله لیکې؟

یادونه: که پام مو وي، نو د ویناغونډالې او پوښتنغونډالې منځ کې توپیر نه لیدل کیږي، نو دا پوښتنغونډاله به یواځې له پوښتننخښې سره موخه وره کوو او که ،،ایا،، به ورسره لیکو؟ 

په ويېنه کې بیا روښانه توپیر شته.

 Hauptsatz als Aufforderungssatz:
سرغونډاله د امریه غونډالې په څېر

بېبلګه: سملاسي یوه غونډاله ولیکه! ناسمون مه کوه!لیکه!
   Hauptsatz als höflicher Aufforderungssatz:
سرغونډاله د درنښت امريې په څېر

بېلګه: هیله ده چې په غونډال لیکنې پیل وکړې.

یا: که هغه ته څه ووایې.
   Hauptsatz als Wunschsatz:
سرغونډله د غوښتنغونډلې په څېر:

بېلګه: کاش چې تا ناسمون نه وی کړی! تا کړی شو چې پوهنتون پیل کړې!
 Hauptsatz als Ausrufesatz:
سرغونډله د غږغونډلې په څېر:

بېلګه: ګوره، ډېر ناسمونونه دې درلودل! دا داسې ناوړه!
Infinitivsätze

ایفینیتیو د کړنوي بنسټبڼه یا بللبڼه او هغه ته خپله پرېپوهېدنه ورکوي.هغه له ویبنسټ او پایونې جوړه ده.  اینفینیتیوغونډالې له ټاکلو ویونو او اوړونونو یا ښه یې بڼه بدلونونو وروسته کاروو. بېلګه : مخ ته لرل ( د یو څه کړنې). زه مخ ته لرم، چې د تېنیس لوبې سره پیل کړم. زیات وخت اینفینیتیوغونډاله له سرغونډالې وروسته ځای  یاځای په ځای وي، داکړی شي چې د د غونډالې پیل کې راشي..
spätlateinisch (modus) infinitivus = = نه نږدې ټاکونکی ( نه له نږدې ټاکونکی)
اېنفینتیوغونډالې  د کړنویونو سره په بنسټبڼه غونډالې دي.

 Infinitivsätze ohne “zu”
اینفینیتیو غونډالې بې  له،، ته،،

بېلګې: په څوکۍ ناست پاتې شه.

زه موټر ولاړ پرېږدم.

 Infinitivsätze mit “zu”
له ،،ته،، سره

بېلګې زه وعده درکوم، چې سبا ته له تا سره وګورم.

 Infinitivsätze mit ”Modalverben”
اینفینیتیوغونډالې ،، مودال کړنویونه)

بېلګې: زه غواړم تا په روغتون کې وګورم.

ته کړی شې (اجازه لرې) د ټولګې سره رسختي یا ارامۍ ته لاړ شې

 Infinitivsätze mit ”werden”
اینفیتیو غونډالې د ،، به،،

بېلګې: موږ به نیاونیکه وګورو.

ته به ناوخته راشې. 

پارتیڅیپغونډاله یوه څنګیزه غونډاله ده له پارتیڅیب ۱ سره( پارتیڅیپ پرېزنس) یا له یوه پارتیڅیب ۲ ( پارتیڅیپ پرفکت) سره. دا برخغوڼداله د سرغونډالې  شي ته موخه لري او داپارتيڅیپ په ډېرو حالتونو کې غزیږي.

بېلګه: په بریا هیله من، هغوي خپل ټیم ته دعا وکړه.

یو پارتیڅیپ یوه ګراماتیکي یا ژبلاريزه بڼه ده، چې له یوه کړنوي را بېلیږي او له دې سره سره کله، کله د یوه خوي وي خوي غوره کوي، په ځنو برخو کې د یوه کړنوي خوي هم غوره کوي.


Partizipialsätze
پارتیڅیپ غونډالې د پارتیڅیب ۱( پارتیڅیپ اوس وخت) او پارتیڅیپ ۲ ( پارتیڅیپ تېر وخت) سره جوړیږي.

پارتیڅیپ ۱ له یوې پارتیڅیپغونډالې له دوه هممهالځغاستنده کړنو سره کارول کیږي.

بېلګې: په الوتکه کې ناست، جګېدو ته صبر کوي.

په ځمکه پروت، هغه ستوري ګوري.
په پارتیڅیپیالغونډاله کې له پارتیڅیپ ۲ سره  کړنه په بنسټ – یا سرغوغنډاله کې کړنې څخه د مخه کړل کیږ.

بېلګه: پاس نا وخته ورکړل شو، تور لوبغاړي وکولی شو هغه ونیسي.

همدا اوس چې دی وېښ شو، هغه وو چې تلفون زنګ وواهه   

Die Satzreihe

Der zusammengesetzte Satz
غونډال لړۍ\

یوځایشوې غونډالې

یوه غونډاللړۍ(Parataxe  ) – غونډالتړنه هم بلل کیږي- له دوه یا ډېرو برابرارزښته غونډالو څخه جوړیږي:

بېلګه: مور وکار ته ځي. پلار خرڅلاو ته.

مور وکار ته ځې(،) او پلار خرڅلاو ته.

Ein Satzgefüge (Hypotaxe)

غونډالزیاتونه (Hypotaxe)له سر- یا بنسټغونډالې ( زیات وخت له یوه تړنوي سره تړلې)  څخه جوړه ده. 

په ژبلار کې د هیپوتاکس لاندې د یوې څنګیزغونډالې د بلې څنګیزغونډالې سره ترتیبول پوهیږو. یوه ګډوله غونډاله، چې له یو ځله یا له ډېرځلو هیپوتاکسو څخه لاس ته راغلې وي، په ژبلار کې غونډالزیاتونه پوهېږو. ( کېدی شي موږ د مخه بل څه نومولي وي، خو زه ترې خبر نه یم. زما ملامته یم). 

له غونډالزیاتونې څخه په ژبلار کې یوه ګډوله غونډاله پوهېږو، چې لږ تر لږه له یوې بنسټ – یا سرغونډالې  او  له یوې څنګغونډالې څخه جوړه وي( او یا هم زیاتې څنګیزغونډالې ولري). غونډالزیاتونه د هیپوتاکس په مېکانیزم جوړه یا ودانه ده.
بېلګه: زدکونکی یو څه پوهیږي. هغه باید زده کړي.

زدکونکی پوهیږي، چې هغه باید زده کړي.

Hauptsatz und Nebensatz im Satzgefüge
په غونډالزیاتونه یا له څو غونډالو یوهجړونه کې بنسټ-یا سرغونډاله او څنګیزغونډاله.

حنګیزغونډاله د بتسټغونډالې مخ ته، څنګ ته او یا د بنسټغونډالې منځ کې وي. یلته یوهغونډالزیاتونه منځ ته راځي.

څنګیزغونډاله له بنسټغونډالې څخه د مخه:

بېلګې: دا چې یا ځکه چې باران وریږي، لوبه په کوټه کې کوو.

سره لهدې چې زهوخت نه لرم، سینما ته ځم.

څنګیزغونډاله د بنسټغونډالې پسې:

موږ لوبه په کوټهکې کوو، ځکه چې باران وریږي.

زهسینماته ځم، سره له دې چې وخت نه لرم.

څنګیز غونډاله د بنسټغونډالې منځ کې:

بېلګې: موږ لوبه ، دا چې باران وریږي، په کوټهکې کوو.

زه، سره له دې چې وخت نه لرم، سنما ته ځم.

 څنګیزغونډالې

څنګیزغونډالې  کېدی شي د هغوي د دندې له مخې توپیر شي، بیا کېدی شي غړیغونډالې وبلل شي.

شيغونډالې( غړیغونډاله په نومیز حالت کې)

څوک چې وږی وي، باید وخوري.( څوک باید وخوري؟)

ډېر خوښېږم، چې ته مې نن کتو ته راځې . ـ څه (شی) مې خوښوي. 

شيغونډاله( غړیغونډاله د خاوندوالي -، داتیو-، اکوزاتیو- یا اړیکوین شی په څېر یا بڼه):

بېلګه: زه په یاد لرم یا راوړم، چې هغې یوه جایزه ګټلې.( څه(شی) مې په یاد لرم؟)

سپین سوچ وواهه، چې هغه څه کړی شي.( سپین څه سوچ وواهه)

هغه هکپک وو، چې هغه یوه جایزه ګټلې.( هغه په څه  هکپک وو؟)


Adverbialsätze: ادوربال غونډالې:

بېلګې: 

هغه لمبا ته لاړ، (کله) چې هغه له کورکار سره پای وو. یا -ــ-، (کله)چې هغه د کورکار پای کړی وو یا پای ته رسولی وو.( هغه کله لمبا ته لاړ؟)

سپین ناوخته راغۍ، ځکه چې ګاډی ناوخته شوی وو. ( ولې سپین ناوخته راغۍ؟)


Attributsätze: اتریبوتغونډالې:

اتریبوتغونډالې په ژبلار کې یوه څنګیزه غونډاله ده، چې د یوه اتریبوت دنده لري، داسې چې له یوه نوم (سوبستانتیو) یا د یوه سوبستانتیو ګروپ په واک کې وي.

بېلګې: سپي، چې غاپي، نه داړي.  یا داړل نه کوی یا نه خوري.( کوم سپي نه داړي؟)
پیل اموخت(عادت) لري، چې هغه سر خوروي) ( پیل څه اموخت لري)

Konjunktioalsätze تړنغونډالې:

څنګغونډالې د تړنویونو له لارې لارښودیږي

کړنوی زیات د څنګیزې غونډالې په  پاي کې په ځای وي.
د خپلې غوښتنې یا نیت  سره سړی دا توپیرولی شي:

 Kausalsatz (Begründungssatz)
کوزالغونډالې (لاملغونډالې)

( تړنې: چې، ځکه، ځکه چې، دا چې، داسې په نامه(؟)) 

بېلګه: زه تا واده کوم، ځکه چې راته ګرانه یې.
سبا ته ښونځی نه شته، ځکه چې د رسختۍ پیل دۍ

Konditionalsatz( شرطی غونډاله)
( شرطونه: څنګه والی (؟) (حالت) د خبرو دې، کله (چې)،که، پرته له، بل ډول…)

بېلګه:  نمرې به  دې ښې شي، که تا درسونه زده کړل.

زه چای جوړوم یا کړم، که ته راځې.

 Modalsatz (Satz der Art und Weise)
(د رقم او ډول غونډاله،)
(کنیونکشن یا تړنویونه: داسې چې یا که چېرې،  که چېرې،که)

بېلګه؛ تاسو لوبه ګټلی شی، که (چېرې) تاسو پوره وهڅېږۍ.

 Temporalsatz (Zeitsatz)
(وختغونډاله)

(تړنویونه: ( چې، له هغې، دې …) وروسته، ترځ کې، له هغې پسې، تر، ….)

یادونه: تر د تړنوي په څېر هم راځي، خو د له او ….. نورو ځاینیوی نه شي کېدی 

۱۰ بجو تر ۱۱ بجو پورې. یا ۱۰ – ۱۱ بجو

بېلګه: ټولګی (هغه) مهال (د کاډو ) تمځای ته راغلل، چې ګاډی راورسېد.

6 COMMENTS

  1. ډاکټر صیب شینواري،
    ستاسې یو څو جملې مې ولوستلې خو دا ځینو یې بېخي سربداله کړم. زه چې ورباندې سربداله شوم نو د ښوونځي زده کوونکو ته خو یې نه شم توصیه کولی. کار دې کړی، ښه ډېر کار دې کړی، خو ستاسې دغه لیکنې باید له ورځنۍ کارونې څخه ښه ده چې په ارشیف کې کېښودل شي ځکه چې فکر نه کوم چې څوک دې ورڅخه سمدستي ګټه واخلي. زه چې ستاسې مینه له پښتو سره ګورم او هم ستاسې لیکنې لولم نو ستاسې هڅې د ستایلو وړ دي، خو د لوستونکي په ډول یوه غوښتنه در څخه لرم. که تاسې د لیکلو ژبه لږ د لوستونکو لپاره اسانه کړئ نو لوستونکي به ورسره سرګردانه نه شي.
    دلته زه ستاسې څو لغتونه او اصطلاحات راوړم:
    سرغونډاله چې بیا بیا استعمال شوې خو په څنګ کې دې نه دي لیکلي چې دغه سرغونډاله تاسې څه ته وايئ؟ د ښوونځي زده کوونکی به ورباندې څه پوه شي؟

    یو بل ځای دې داسې لیکلي: (هغه لمبا ته لاړ، (کله) چې هغه له کورکار سره پای وو. یا -ــ-، (کله)چې هغه د کورکار پای کړی وو یا پای ته رسولی وو.( هغه کله لمبا ته لاړ؟))

    کله هم موږ داسې نه وایو او نه یې لیکو چې (یو کس له کورکار سره پای وو)،‌ نه هم ( هغه د کورکار پای کړی وو). معمول ډول یې تاسې په پای کې لیکلی چې ( د کورکار یې پای ته رسولی و). تاسې د همدې لپاره دغه ګرامري جمله له ورخېځه غورځولې ده چې (خلاص) استعمال نه کړئ نور خو مې په کې کومه بله موخه تر سترګو نه شوه.

    موږ ټول وایو او هم یې لیکو چې (احمد خپل د کورکار خلاص کړ.) (هغه د کور له کاره خلاص شو.) نو که ژبه غني کول غواړو نو دغه یې هم لار نه ده چې تاسې ورباندې روان یاستئ. هیله ده چې زما نظر ته له منفي لوري و نه ګورئ او نه هم خوا ورباندې بده کړئ.

    په پای کې به د ټوکې په بڼه دا راوړم، چې له سرغونډالې سره مو ما ته سرکونډۍ را په زړه شوه. موږ به (سرکونډۍ) دې ته ویلې چې کله به یو ماشوم د ساعتیرۍ لپاره خپل سر په ځمکه کېښوده نو سر په څېړۍ به بل لور ته واوښته نو موږ به سرکونډۍ بلله. دلته دغه سرغونډاله، بیا کوزالغونډاله او هم نورې غونډالې او اصطلاح ګانې له تشریح پرته راغلي چې دا ممکن لوستونکو ته سرخوږی جوړ کړي.

    هيله ده چې په دغو ټکیو ته پام وکړئ.

  2. سلام
    Die Leute von heute und die leute von gestern
    زما هدف په تبصره کې داده چې پوه شم موږ المانی ژبه زده کوو او که پښتو؟ ستا ترمینالوژی کې معیاری کلیمې نه دی ژباړلې شوې چې باید شوې وای خو برخلاف دومره غونډلې مونډلې بدلې اوتراشلې اونورې نوې ….مو لیکلی چې د پښتو له ستندرد ګرامر سره ټکر کې راځی دډاکتر خبره سر بدالی خولا پرېږده چې حتی ستا لارښود جې پی اس هم مغشوشوی چې ته اصلا څه غواړې؟
    بله خبره داده په ډېره ابتدایی کچه دغه معلومات لیمیت او له عنان څخه شاته پاتې کیږی.په ټوله کې کوردې ودان او هیله کیږی چې خوا بدې نشې موږ یې یو له بل زده کوو .

  3. ډاکتر صیب زیار مل ډېره زیاته مننه، چې زماد لیکنې یو څو غونډالې مولوستلي او او په داڅو غونډالو ، چې زورېدلی یې خوا بدی شوم، خو بیا هم دما په لیکنو داسې سملاسې کرښه مه راکاږۍ، که زوړ هم یم، د زدکړې توان لرم او هر څه دې په مینه ګورم، چې د لیکنې څخه دې ما دا اوس هم پوره څه زده کړل..
    سره زړه بدي کیږو به نه، زه ورسره بلد یم،خو چې تاسو راڅخه زړه بدي نه شۍ.
    خبرې خو مې ډېرې لیکلي، خو رالنډې به یې کړم.
    سرغونډاله چې بنسټغونډاله مې هم ورسره لیکلي وه او ګومان مې دۍ،چې دا بنسټغونډاله به یې ښه وو او دا چې موږ یې څه بولو، که راته ومو لیکل، خوښ به شم. دا پوهنیز نومونه په دې لیکنه کې یواځې د بېلګو له لارې روښانه شوي، چې له دې به داسې وپوهېږو، چې د غونډالې څو ډوله توپیر یې هم بې له داسې روښانه پېژند راکړل شوی، دا هم له دې امله، چې ګوندې دا به په درس کې روښانه کېدی شي، خو اند او کوتنیونه مو سمه بولم، که ومه کړی شو، نو د هرې یوي پېژند به هم راوړم.
    داسې لنډه لیکنه مې لیکله، چې دا مې د الماني په پاڼو کې پیداکړل، نو پښتو ته مې راواړول یا وژباړل. ستونځې په رښتیا په کې شته. دلته هغه پوهنیز ویونه په پیلګو روښانه شوي او دا به د زدهکوونمو لپاره پوره ستونځمنه وي، خو ښوونکي به هم ورسره ستونځې ولري.
    راځۍ چې یوه بېلګه سره په ګډه روښانه کړو:
    د غونډالې خونديونې له مخې سړی توپیروي:

    Haupsatz als Aussagesatz:
    بنسټغونډاله د ویناغونډالې په توګه
    په پورته سرلیک کې درې نومونه دي یا یو نوم او یوګډوله نوم، چې له دوه نومونو جوړ دۍ. سر – یا بنسټغوڼداله، وینا، ویناغونډاله او غونډاله.
    بنسټغونډاله: ژبلاریز پوره او پوره معلومات یا روښانونه خوندي لري، چې دا یې له بېلګو روښانه کېدی شي.
    بېلګه: ورېنګي وریږي یا ورښت وریږي.موږ تل لیکو چې باران وریږي، خو باران میبارد.
    دا ،، ورینګي وریږي،،هر څه وایي، دا په دې پرېپوهېدنه، چې پوره ده او معلومات یې هم پوره دۍ.
    وینا څه شی دۍ؟
    وینا د وییونو موخور یوځای اېښونه ده، چې یو رښتیا ارزښت رښتیا یا نارښتیا لري.
    نن ورینګي وریږي.
    دا یو رښتیا ارزښت رښتیا یا نا رښتیا لري، دا په دې پرېپوهېدنه چې یا به نن باران وریږي، چې رښتیا ارزښتب ه رښتیا وي او یا باران نه وریږي، چې رښتیا ارزښت به یې نارښتیاوي.
    غونډاله څه شی دۍ؟ یوه وینا ده، چې ښوونه یا رښتیا ارزښت یې، چې رښتیا دۍ، هرومرو څرګند وي.
    بېلګه: ورینګي وریږي. توپ رغړي.
    دا خو د توتولوګي (توتولوجي: هغه پوهنه، چې وینا یې تل رښتیا وي) له مخې تل رښتیا ده، چې دا یې ښوول دي او له دې امله غونډاله( غونډله) ده.
    وینا غونډاله، چې وینا او په همدې وخت کې غونډاله هم ده. هر څه رښتیا دي.
    بېلګه: ورینګي وریږي. توپ رغړي. زدکونکی یوه غونډاله لیکي
    ولې د ،، خلاص،، په ځای ،،پای،، کړنوی یې ،، پایول،،.
    که بل څوک هم د ژبې سوچه کونې هلې ځلې کوي، نو د ناسمون سره مخامخ کیږي. نو زه د ژبې سوچه کونې سره مخامخ اند لرم. پههکلهیې لیکنې لرم.
    دما موخه: که کېدونې وي، نو د پښتو وی باید وکارول شي. که پښتو ویونه پرېږدو او په ځای یې د بلې ژبې ویونه ولیکو، نو هغه دموږ ویونه بیا له منځه ځي.
    که د ما په لیکنه دا ،، پای،، د ،،خلاص، تمام یا ختم، اختمام او نورو،، په ځای ناسم وي، نو هغه بیا سمه ده او هیله ده، چې راته ویې لیکۍ. غونډاله مې یې هم درېواره ولیکله، چې ماته هم نابلده وه، خو داښه دۍ و دې ته چې له مڼخه لاړه شي او دا همداسې کیږي.
    ما علومو اکادمي کې وپوښتل،، چې کرې ته په پښتو څه وایو؟ نه وو، چې پرې په شي. توکلي یو ملا یا مولوي هلته راغلی وو او هغه یې پرېپوهېدنه غونډوسکه وویل.
    دما د شمېرپوهنې کتابونو په هکله یو چا پوښتنه کړې وه، چې دا پښتنو ته د پوهېدنې له امله لیکم او د ژبې له امله. ما ولیکل، چې که ناسم مې نه لیکلي، نو د پښتو له امله. کتابونه خو په نورو ژبو ډېر ښه او روښانه لیکلي. که زړه مو وي، مرسته وکړۍ. دا دما برېښنا پته ده، خوښ به شم.
    [email protected]
    هیله ده، چې مرسته او کوتنیونه دې تل وي. زړونه به نه سره تنګوو.

  4. د ع. شریف زاد لیکنې ته!
    سلام اونېکې هیلې.
    د یو چا لیکنې ته ګوتنیونه او څه پرې لیکنه هرمرو یو د بل سره د مرستې په هکله دي.
    باور وکړۍ، چې ستاسو په لیکنو اوګوتیونو خوښېږم او هرورمرو زدکړه ترې کوم. تاسو ما هڅېدونکی ساتۍ. زه خو نور څه کار نه لرم، خو هیله ده چې تاسوهم راڅخه زړهبدي نه شۍ.
    ۱ – ډاکتر صیب زیارمل ته مې ستاسو د یکنې اړوند هم د نومنو نه پښتو کولو او نه پېژند ورکولو په هکله لیکنه کړې، خو دا چې تاسو په الملاني پ،هېږۍ، هیله ده، دا مرسته راسره وکړۍ، که وخت ورته لرۍ. زه به هم وهڅېږم، چې دا کار پوره کړم او مننه.
    ۲ – زه به رښتیا درته ووایم او دامې موخه هم ده، چې زه دا موږ ورسره بلد ډول لیکنې، لکه تاسو چې لیکلي، نه کوم او زه تاسو ته لوړه کوم، چې زه ستاسو په دې لاندې غونډله نه یم پوه شوی چې موخه مو څه ده؟
    ،،بله خبره داده په ډېره ابتدایی کچه دغه معلومات لیمیت او له عنان څخه شاته پاتې کیږی،،
    په پورته کې ،، کچه،، ناسمه کارول شوې په دې مې یوه ستره لیکنه کړې، چې دموږ ادیبان یې د ،، ستاندارد، سطحې، سويی،، لپاره کاروي او دا ناسم دۍ. یو څه چې په هغه اړونده یوون په کچه شي، نو کچه یې د هغه یوونونو څومره والي ته وایې، لکه لس منه غنم، پنځه متره تیکه، اته بجې وخت.
    زه په پښتو لیکنې کوم، خو د پښتو ویونه نه تخریبوم. بله ده ده، بله دا ده،، چې معلومات( پوه شوم) لیمیت ( که موکه مو limit وي) نو دا دومره پ،هېږم، چې پولې ته وایې او عنان مې ګومان دۍ د لومړي ځل لپاره واورېده، نو رښتیا پرې پ،ه نه شوم.
    په ډېره زیاته بخښنه، دموږ موخه یو بدل سرهباید مرسته وي.

  5. سلام میری صاحب
    په غالب ګومان سره عنان دعنوان پر ځای راغلی بل څه نه دی کله به چټکې لیکنې کې یا پښتو کیبورد دا دول تایپو پېښې شته لکه تاچې لیکلی پههکلهیې زه هېڅ پوه نه شوم چې ته دلته څه غواړې؟ دافغانستان له معاصر ادیب، لیکوال،شاعر،بذله ګوی اونقاد مرحوم الفت صاحب یو څو نور دوستان په ډدوډۍ ورسره ناست ول نو یوه ملګری یې الفت ته مخ رااوړلی چې الفت صاحب والله شګه مې خولې ته راغله ! وایی الفت ډېر ژر ځواب کې ورته وویل چې خیر دی، وریجې هم په کې پیداکیږی.
    دپښتو ژبې ګرامر خو المانی نه دی له عربی ژبې سره تړاو لری سره له دې چې عربی په کورنی لحاظ ځان ته ژبه ده او اصول لری داچې زیات مستعار او مفغن نومونه په پښتو ، دری، فارسی او نورو ژبو کې راځی وجه يې کلام الله او د اسلام دین دی.
    ماخان تاسې موږ ته محترم یاست موږ یواوبل ته ضرورت لرو دیوې ژبې او باور خلک یو تبصره ښه ده او موږ خلکو ته ګته لری ولې پښتنی چوکآټ ، اخلاقو او انسانی نزاکت کې لهذا! خدای ج دې زړه مه خفه کوه.

  6. شریف زار صیب سلامونه. لیکنې تل په بيړه وي، ناسمونونه په کې راځي. ما باید خپله لیکنه کتلې وی، خو سړی چې زوړ شي، نو لږ داسې ورسره بې بروا شی. دا لیکنې د همدې لپاره دي، چې سره سمې شي، زه هیڅ کله نه زړه بدی کیږم،
    ناسو دې راته ژوندي وۍ او هیله ده، چې نورې لیکنې مې همداسې په ګوتنیونه توګه وګورۍ او ناسمونونه راته په ګوته کړۍ. بیا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب