جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد ملي مصالحې عالي شورا د بېلابېلو طرحو ارزونه بشپړه کړه

د ملي مصالحې عالي شورا د بېلابېلو طرحو ارزونه بشپړه کړه

تاند (پنجشنبه) د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا سرچینې وايي چې د استانبول د غونډې لپاره یې د بېلابېلو طرحو له څېړنې وروسته واحده طرحه چمتو کړه.

د دې شورا سرچینو نن (پنجشنبه) وویل چې د شاوخوا۳۰ طرحو د څېړنې لپاره ګومارل شوې کمېټې ټول وړاندیزونه مطالعه کړي او وروستۍ طرحه یې ورڅخه تیاره کړې چې د شنبې په ورځ یې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

په څېړل شویو طرحو کې د امریکا طرحې هم شاملې وې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان له حکومت، د مصالحې له عالي شورا او سیاستوالو سره شریکې کړې وې.

په عمومي غونډه کې له تاییده وروسته به دا طرحه د افغانستان د جمهوري دولت د واحدې طرحې په توګه د استانبول کنفرانس ته وړاندې شي.

امریکا او ترکیې وړاندیز کړی چې د استانبول غونډه دې اته ورخې وروسته د روان اپریل په ۱۶ جوړه شي خو طالبان وايي چې تراوسه يې لا پرېکړه نه ده کړې چې د استانبول په غونډه کې به ګډون وکړي او که ونه کړي.

ویل شوي چې په دې ترتیب شوې مسوده کې، چې له پنځو غونډو وروسته نهايي شوه، په افغانستان کې پر اسلامي جمهوري نظام، د افغانانو پر اساسي حقونو، انتخاباتي سیستم، د ولس د ټولو پرګنو د ګډون، د جګړې د بس کېدا او اوربند یادونې شوې دي.

پر دې سربېره له اوربند او سولې وروسته د انتقالي دورې او د نظام پر سر د خبرو یادونه هم شوې ده.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د سولې لپاره خپله طرحه پرون اعلان کړه. ولسمشر غني د انتخاباتو له لارې پر واک لېږد ټینګار کړی دی.

د ولسمشر غني طرحه په دریو برخو وېشل شوې چې لومړۍ برخه یې سیاسي جوړجاړی، دوهمه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې ټینګښت، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې ده.

د ښاغلي غني مرستیال امرالله صالح په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حتي حکومت په درو میاشتو کې هم انتخاباتو ته تیار دی.

تر دې مخکې ولسمشر غني ویلي و، حاضر دی چې نه دی او نه یې مرستیالان په انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب