جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهیوه افغان په خپلو امکاناتو الوتکه جوړه کړې

یوه افغان په خپلو امکاناتو الوتکه جوړه کړې

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۹) بامیان ولایت کې یوه هلک په خپل نوښت او شته امکاناتو یوه الوتکه جوړه کړې ده.

دغه شل کلن ځوان داوود نومېږي او د بامیان د مرکز اړوند سنګ چسپان کلي اوسېدونکی دی.

د نوموړي په خبره چې دا الوتکه یې په پنځه میاشتو کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه کړې ده.

داوود تر اتم ټولګي پورې زده کړې کړي، خو د مهاجرت او اقتصادي ستونزو له امله ترې پاتې دي.

که څه هم د داوود په لاس جوړې شوې الوتکې تر اوسه ازمایښتي الوتنه نه ده کړې، خو د نوموړي په خبره چې دا الوتکه د ۱۰۰ مترو په لوړوالي او د ۲۵۰ کیلومترو په واټن د الوتنې وړتیا لري.

دغه نوښتګر هلک وايي، چې دې برخې سره ځانګړې علاقه لري او هیله لري چې په راتلونکي کې د دولت په مرسته تخصصي زده کړې وکړي او وتوانېږي چې په هېواد کې د الوتکو جوړولو لومړۍ فابریکه فعاله کړي.

د بامیان والي سيد انور رحمتي له دغه ځوان سره لیده کاته کړي او د هغه دغه هڅه یې ستایلې ده.

چارواکي وايي، دغې الوتکې ته به د تخنیکي بورډ له کتنې وروسته په بامیان کې د الوتنې اجازه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب