دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: افغان حکومت سوله نه کوي

حکمتیار: افغان حکومت سوله نه کوي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۹) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر افغان حکومت تور پورې کړی دی چې سوله نه غواړي.

نوموړي له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی دی چې په ترکیه کې جوړېدونکې ناستې ته باید د احزابو بانفوذه مشران، د حکومت استازي او طالبان وبلل شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې دا چاره به د تېرو ترسره شویو ناکامو ناستو د دوام مخنیوی وکړي.

هغه دغه راز د سولې ټینګښت لپاره مؤقت حکومت اړین بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د بې طرفه کسانو په مشرۍ باید یو کلن مؤقت حکومت رامنځته شي څو رڼو او باور وړ ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي دغه راز په هېواد کې د روانو جګړو لامل هم د سولې په تړاو جوړو شویو ناستو ته د نفوذ لرونکو اشخاصو نه بلل کېدل بللي دي.

هممهاله په ناټو کې د ترکیې سفیر باسات اوزترک ویلي چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته د دوحې خبرو اترو بدیل نه بلکې په یاد هېواد کې د روانو مذاکراتو بشپړونکې ده.

نوموړي ټینګار کړی دی چې هېڅ هېواد باید د افغان سولې مسئله کې د سیاسي نفوذ هڅه ونه کړي.

دغه لوړپوړي ترکي ډیپلوماټ زیاته کړې چې د سولې تر تړون وروسته هم باید نړیواله ټولنه او سیمه ییز هېوادونه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

اوزترک ویلي چې د افغان سولې بهیر د دغه هېواد ملي مسئله ده او ټول هېوادونه باید د افغانانو تر رهبرۍ لاندې د یاد بهیر کلک ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې ترکیه د افغان رهبرانو، سیمه ییزو هېوادونو او امریکا په غوښتنه د دغې ناستې کوربتوب کوي.

5 COMMENTS

  1. حکمتیار او همدا ډول نور چې د موقت حکومت ډنډورې غږوي دوی پرته له دې چې د سولې لپاره کومه طرحه وړاندې کړي، یوازې دې ته یې کار ویلی چې څنګه پر افغان حکومت باندې تورونه پورې کړي او پرته له موجه دلایلو ښيي چې افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی.

    حکمتیار څو ورځې وړاندې هم وویل چې د طالبانو او د ده د ګوند دریځ به د استانبول په غونډه کې یو وي، خو تر اوسه یې دا نه دي توضیح کړي چې د ده او هم د طالبانو طرحه څه ده او کوم ډول نظام غواړي؟

    ولس د ټولو سیاسیونو پل ښه تعقیبولی شي،‌ چې دوی څه غواړي او د کومو موخو لپاره د نظام د کاواکه کېدلو لپاره هڅې کوي.‌ حکمتیار مخکې له دې چې ماسکو ته ولاړ شي د همدې سفر د مشورې لپاره یې یو درې ورځنی سفر پاکستان ته وکړ او له هغه ځای څخه یې دغه د موقت حکومت او له طالبانو سره د یو شان دریځ ټولې مشورې وکړې او هم یې پرته له کوم دلیل سمدلاسه د ماسکو په لور موزې په پښو کړې. هغه حکمتیار چې خلکو پېژانده او ځان به یې تل د شوروي پر ضد د جهاد مبارز او د روسانو سرسخت مخالف باله خو د پنجاب په اشاره د ماسکو په غونډه کې د افغان حکومت د دریځ پر خلاف برخه واخیسته. نن هم د هغه ټولې هڅې همدا دي چې څنګه د افغان حکومت دریځ کمزوری کړي او د سولې لپاره یې خنډ وبولي.

    ويښ افغانان باید نور د دغو سیاسیونو په خبرو باندې تېر نه وځي، ځکه د تاریخ په هره مقطع کې یې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره کار کړی دی او ډېر لږ داسې شوي چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره یې کوم کار کړی وي.

    د یو سرلوړي او په سوله ایزه نړۍ کې د یو پرمختللي افغانستان په هیله

  2. Veryy bad and dirty person your Hekmatyar. Your are really the puppy of ISI but but unfortunately you really do not understand your dirtiness.
    I have have never seen positive word from your dirty mouth . You always think for Pakistan.

  3. لعنه الله عليک يا جاني يا قاتل ويا جاوسوس۔اقصدک انت يا حکمتيار۔

    قتلت الآلاف و شردت عشرات آلاف و دمرت المدن والارياف ولکنک لم تشبع۔ کل يوم وانت تنبح کل يوم وانت تزمجر کل يوم وانت تنهق ولکنک لم تتعب
    الايکفي وانت دمرت بلدک لغيرک ۔ الا تخجل وانت قتلت اخوتک خدمه للاعداء?!
    عيب عيب يا فتنه يا خبث الارزل!!

  4. د باجوه او عمران خان چوکره کله چې له خپل اصلي هېواد پنجابستان نه بېرته راستون شو، بیا موقت حکومت غواړي چې زمونږ ویاړلې ملي اردو پنجابیانو ته تحقه او سوغات ورکړي .
    دا سپین سترګی په هېڅ کرغېړن عمل نه شرمیږي . په مسکو کې ترټولو وړاندې د لینېن قبر ته ورغی او د کمونستانو د مشر زیارت یې وکړ.
    هغه متل دی چې که ټوله دنیا …. ونیسي ، د چرک په نصیب …. دی . ګلبودین ته هم یواځې د چټلستان نوکرې او جاسوسې په برخه ده .

  5. د کابل د جګړو په وخت کې بی بی سی پښتو خپروني له مولوي محمد یونس خالص سره مرکه درلوده. د مرکې په ترڅ کې د ګلبدین په هکله ترې وپوښتل شول. مولوي صاحب د یو څو ثانیو له سکوت او چوپتیا وروسته وویل:”حکمتیار د اور پرتوګ دي چې نه یې غورزولي شي او نه یې هم اغوستي شي. که یې اغوندي نو کونه دی سوزوي او که یې غورزوي نو بیا پرې شرمیږي”. دا ناولي څیره د نورو مجرمینو په څیر د ای ایس ای د هیرا منډوي په فارم کې روزل شوي جنګي پردې چرګ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب