وهاب مومند
شالید:
فکري بهیر د بغلان ادبي بهیر له ښاخونو څخه یوه څانګه ده، چې په ۱۳۹۹ کال، د حوت په ۶مه، ددې بهیر طرحه ولیکل شوه، د درنو لیکوالانو او کره کتونکو په مشورو باندې جوخت عملاً اقدام پرې وشو. فکري بهیر د علمي سیمینارونو او د کتاب لوستنې په فرهنګ او پلي کولو کې داسې لړۍ ده چې تر ډېره خپل فعالیت د یو کلن مزل په ترڅ کې مثبت ارزوي. یاد بهیر کې ډېری وخت هغو مسایلو باندې بحث کېږي، چې ګډونوالو ته د یو څه فکر ورکړي، په یوه ټاکلي موضوع باندې خبرې وکړي، چې اورېدونکو ته یوه نوې او جالبه موضوع تمامه شي، تر څو همدا ټکی لامل شي، چې د بحث ښکېل کسان د فکر پراخوالي او د مالوماتو لا زېرمه ترلاسه کړي. همدارنګه ددې ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو باندې غونډې نیول کېږي، د مطالعې علاقه مندان په خپله خوښه د یو کتاب په محتوا، اوونیز او میاشتني سیمینار او په ټوله کې د یوه ټاکلي سرلیک لاندې قید او آزاد بحث د هرې اوونۍ په لړ کې کوای شي. فکري بهیر د کتابتون په چاپېریال کې تر ډېره تګلاره او پالیسي یې علمي فعالیتونه دي او د ځوان کهول د فکر جوړونې په برخه کې اوس د ۲۹مې ناستې په ترڅ کې د یو کلن مزل ارزونه کوي چې څومره فکرونه یې رغولي دي او له دې اکاډمیک مرکز څخه څومره فکرونه اغېزمن شوي دي؟
د خبرو کولو علمي انداز:
« مولانا وحیدالدین خان رح وايي: که دوه کاڼي سره ووهئ، یو درېیم څیز رامنځته کېږي او هغه څیز د اور بڅري دي، همدا معامله د انساني دماغو ده، که دوه دماغونه سره ټکر شي؛ یو درېیم څیز ظهور کوي، دا بیا یو نوی تصور دی. همدا هغه څیز دی چې ورته ذهني وده وايي، ذهني ارتقا کله هم په سکون حالاتو کې نه پیدا کېږي، ذهني ارتقا تل هغه وخت رامنځته کېږي چې په کوم ټکر سره د یوه انسان ذهني توپان رامنځته شي. په دې معامله کې د فکري اختلاف ډېر لوی رول دی، د دوه انسانانو ترمنځ فکري اختلاف وشي او بیا د دواړو ترمنځ په ډېر نیوکګر شکل کې د ازاد فکر بحث رامنځته شي نو دواړه له کومې شخړې پرته په سوچه علمي انداز کې خپل خپل نظریات ووايي، په دواړو کې کوم یو مستقل نه وي، بلکې دواړه د سوچه دلایلو په رڼا کې فکري تبادله سره وکړي نو دې بحث او خبرو ته علمي بحث ویل کېږي. دا ډول خبرې که په بشپړه ارامه فضا کې ترسره کړل شي، له دې وروسته به تل داسې وشي چې یو درېیم فکر به رامنځته شي، لکه څنګه چې د دوو کاڼو په ټکولو سره د اور شغله رامنځته شوې وه، ددې مثبت اختلاف شرط یوازې دا دی چې په دواړو فریقو کې هر فریق د سوچه دلایلو په رڼا کې د خیال څرګندونه وکړي، د الزام تراشۍ او نیوکې کولو ژبه بلکل غوره نه کړي، دې ډول خبرو ته په قرآن کې مجادله احسن (۱۶:۱۲۵) ویل شوي دي، مجادله احسن هغه ده چې په هغې کې خپله خبره له شرط پرته د لامل بنیاد وګڼل شي او د نورو خبره له شرط پرته د لامل بنیاد واورېدل شي.» کټ مټ په فکري بهیر کې همدا د فکرونو تبادله روانه ده، چې موخه یې د درېیم فکر تولیدول دي، دا چې څومره فکرونه ترې اغېزمن شوي، اوس به پرې بحث وکړو.
فکري اغېزمنتیا:
ځوان کهول د یوې ټولنې د سترې طبقې حیثیت لري، د فکري بهیر اصلي موخه د ځوان کهول د فکر رغونه او جوړونه ده، چې پر عملي تګلارو یې ګام ایښی. په لومړیو کې یواځې څو محدود کسان ول، چې د خبرو او د سیمینار وړاندې کولو توان یې درلود، ګډونوال هم کم ول، خو وروسته د فکري بهیر سپېڅلې تګلارې دومره وده وکړه، چې هر یو داوطلبانه د سیمینار وړاندې کولو غوښتنه کوله، ازاد بحث رامنځته شو، د مطالعې لړۍ چټکه شوه، ژبور ویناوالان وروزل شول، د لیکوالۍ په برخه کې قلموالو ځوانانو لیکنې پيل کړې او تنکي لیکوالانو خپل ذوق او فکر د وینا ترڅنګ د قلم له لارې د لېږدولو اړینه چاره وبلله. اوس په فکري بهیر کې د رهبري غړو ترڅنګ یوه وړه ډلګۍ رامنځته شوې، چې دوی هر یو د نورو ځوانانو د روزلو وس او توان لري، دا ډلګۍ به یوه ورځ لا پراخېږي، علمي تګلارې به د سنتي دودونو په څېر یو فرهنګ ګرځوي، یانې په همدې برخه کې به زیار او هڅې باسي، تر څو علمي ځوانان وروزل شي، ځکه د فکري بهیر موخه همدا ده، چې ځوانان کتابتون ته بدرګه کړي، د ځوان شتون باید په کتابتون کې وي او دا د یوې ټولنې د پرمختګ استازیتوب کوي. همداشان ځوان کهول د فکري خپلواکۍ او استدلال ترڅنګ د منطق له نظره دومره قوي وي چې د هر بحث نچوړ په خپل ګټه تمام کړي، د پنځولو توان ولري او د خدايي خدمت په لاره کې بوخت وي.
ګردمېزي:
د فکري بهیر اصلي عنصر د ګردمېزي بحث دی، چې متقابل لوري سره په فکري تبادلې کې خورا اړینه ونډه لري. د ګردمېزي له څو ګټو څخه یوه ګټه دا ده چې د ازاد بحث فرهنګ عاموي، هر یو له شرط او قید پرته خپل نظر وړاندې کوي، هر یو د خپل مقابل لوري نظر او اند ته احترام ږدي، له نورو ناستو پرته دلته د خبرو وار مراعتېږي او هر یو په خپل وار سره خبرې کوي، استدلال کوي او د مصلحت فرهنګ عامولو په برخه کې ځانونه رانغاړي. په ټوله کې موږ له ګردمېزي څخه د کتاب مطالعې ترڅنګ، په علمي سیمینار او ورکشاپونو کې هم ترې ګټه اخلو، فکرونه پکې رغوو، ترڅو له دې کوچني دریځ څخه د هېواد په کچه علمي کسان وروزېږي او سبا باندې د هېواد په ګردمېزي کې د قوي استدلال خاوند وي.
په فکري بهیر کې د کتابتون رول:
فکرونه هلته رغول کېږي، چې هلته د کتاب لوستنې فرهنګ عام وي، ګردځندوی کتابتونونه، کتابپلورنځۍ او عامه کتابتونونه خورا پرېمانه وي او یو ځوان له قید او شرط پرته په خپله خوښه او په خپله طبعه ولاړ شي، د یوه کتاب انتخاب وکړي، ویې لولي او خپل ذوق پکې وکاروي. همدا د ذوق کارول، لامل ګرځي چې له کتاب سره علاقه ډېره شي، د کتاب لوستنې بهیر چټکتیا ومومي او د کتاب ارزښت به په ټولنه کې خوندي وي. د فکري بهیر په غښتلتیا او د یو کلن مزل په بریا کې د بغلان ادبي بهیر کتابتون خورا ونډه لرلې ده، ځکه موږ تل د علم او پوهې خبره کوو، علم او پوهه تر ډېره په کتابونو کې خوندي ده، که موږ کتاب ولوست، نو خامخا د نورو له تجربو، علم او پوهې څخه برخمن شولو. د یاد بهیر تګلاره په کتابتون همدا ده، چې یو ځوان په خپله خوښه په کتابتون کې یو کتاب وټاکي، دا کتاب د یوې اوونۍ په لړ کې له ځان سره ولولي او بیا د اوونۍ په پای؛ یانې له شپږو ورځو وروسته په همدې کتاب باندې د نورو راغلي ځوانانو په شتون په ګردمېزي کې بحث او شننه وکړي. دې ځوان ته به لا پخوا د فکري بهیر د ښوونکو له خوا لارښوونې شوي وي، چې د کتاب په مطالعه کې ژور فکر وکړي، د لیکوال په منفي او مثبتو ټکو باندې تم شي، څه چې ده ته اغېزناک تمام شوي وي، نورو راغلي مخاطبینو ته یې بیان کړي او په پای کې د همدې کتاب د بیا لوستنې سپارښتنه راغلي ځوانانو ته وکړي.
دلته څو حکمتونه پراته دي، ددې کتاب شننې سره، یو خو دا کتاب یو ځوان نه، بلکې دا څو راغلي ځوانانو به لوستی وي، ځکه په کتاب کې یواځې همدا پیغام او موخه ده چې دوی ته وړاندې کېږي، کله چې کتاب وشنل شو، نو باوري یم چې د وړاندې کوونکي ترڅنګ راغلي ځوانانو هم ددې کتاب له موخې څخه به خبر شوي وي. بل دا چې د خبرو کولو او د آزاد بحث دود معیاري کېږي، د کتاب لوستنې په بهیر کې چټکتیا راځي، ځکه د یوې اوونۍ په لړ کې یو کتاب، یو ځوان نه، بلکې څو ځوانانو به لوستی وي او د دوی د مالوماتو په زېرمه کې هم زیاتوالی راځي.
ښوونه او موخې:
فکري بهیر موږ ته د خبرو کولو علمي انداز راښيي، د سیمینار وړاندې کولو اصول نه مو خبروي، په ګردمېزي کې د استدلال او ازاد بحث چلند را زده کوي او د کتاب لوستنې د فرهنګ عامېدو لپاره یې لا تر اوسه خپلې هڅې جاري ساتلي دي او وي به؛ په فکري بهیر کې پورتني څلور تګلارې لامل ګرځي چې د سالم فکري اختلاف له مخې درېیم فکر لکه د اور بڅري په شان رامنځته شي. هېره دې نه وي، ډېره عامه خبره ده چې خلک وايي، فکرونه مختلف دي، کله چې بحث له ګردمېزي څخه راپیل کېږي، نو دلته هر ځوان خپل اند وړاندې کوي، په ګردمېزي کې یوه ګټه دا ده چې ګډونوالو به د یو بل له تجربو څخه مستفید شوي وي او هر یو به همدا وايي، چې فکري بهیر؛ د فکر رغولو اکاډمیک مرکز!
راتلونکي څرکونه:
د فکري بهیر راتلونکي څرکونه همدا دي، چې د کتاب لوستنې ترڅنګ، د لیکوالۍ او قلموالۍ په برخه کې هم خپلې هڅې او زیار ثابت وساتي، هغو ځوانانو ته چې د فکري بهیر په غونډو کې ګډون کوي، د دوی د علاقې له مخې د لیکوالۍ اصول به ور زده کوي، د لیکوالۍ په ترڅ کې کوچني هڅې به لامل وګرځي، چې له دې بهیر څخه قلموال ځوانان وروزل شي، که څه د قلموالۍ حاجت هغه مهال رامنځته کېږي، چې فکرونه ډک له مالوماتو وي او دا چاره په کتاب لوستنه کې حل کېږي، ګورو چې! په راتلونکي کې ګډونوالو ځوانان به لاس په قلم پورې کړی وي او تمایل به یې د یو څو لیکلو ته وي، نو د دوی هڅونې لپاره لا زیار باسو او دوی مقالو لیکنو ته رابولو. دا بهیر به لامل ګرځي، چې د مقالو په ټولګه کې «د فکري بهیر» په نامه یو کتاب به هم چاپ ته تیار وي. ان شاءالله!
د کالیزې په پار یوه ارزونه!
په خورا ادبي مینه
عبدالوهاب مومند
۱۴۰۰ل، د حوت ۹مه