پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد شعر داخلي شکل، د ډاکتر احسان الله درمل په تیورۍ تنقید

د شعر داخلي شکل، د ډاکتر احسان الله درمل په تیورۍ تنقید

لیکوال: یونس تنویر –

د سبک جوړښت د ارایې کولو په انداز پورې تړلی وي. د سبک جوړښت په مضمون باندې زیاته، اډانه نه لري. موږ که د یو چا په سبک څیړنه کو ؛ نو تر ټولو اهم ټکی پکې دارایې طرز وي. نه د مضمون جوړښت. مضامین خو هم، هغه مضامین دي چې د هر دور ځانته خواص پکې نغښتې وي.

   اخلاق یو مضمون دی. ښکلا، عشق مضمونونه دي. مینه، درد، حماسه، طنز، تراژیدي، وفا… دا ټول مضامین دي. ولې ددې مضمونو نو د ارایې طرز د سبک د معلومولو، انداز را په ګوته کوي. کنه تر اوسه، ډیر ادیبان په دې یوه خوله دي چې طنز، حماسه، تراژیدي ژانرونه، نه دي. او ژانر، چوکاټ او شکل ته وایي. مثلاً غزل د چوکاټ او شکل له مخې په ژانر کې را ولو. ممکن عشق، درد، تراژیدي… د غزل د بیتونو مضمون وي. خو چې د پورتنیو بیتونو سره هم قافیه او هم وزنه وي. یا د غزل د ژانر اصول یې خپل کړي وي. غزل ورته ویلی شو.

مګر که دغه اصول، چې د غزل ژانر یې لري، پکې نه وي، مراعت شوي؛ نو غزل یې نه شو بللی. ممکن د عشق مضمون یې په یوه څلوریزه یا یې په ازاد نظم کې ارایه کړي وي. هر ژانر خپل اصول لري.

   دغه شی هم د سبک په معلومولو کې زیاته ونډه نه لري. خو اوس خبره دا ده چې د سبک معلومول په څه شي پورې اړه لري؟ چې نه په مضمون پورې زیات تړاو لري. او نه د شعر په شکل پورې. ایا دا دریېم شی، داسې کوم شی دی، چې د سبک جوړښت دې پرې وشي؟

   خبره دا ده چې دغه دوه شیان (مضمون او شکل) ټول شاعران یې لري. که همدغه دعشق مضمون د فکر، خیال، عاطفې او یا د شاعرانه احساس، په واسطه انځور شي؛ نو دغه طرز یا دغه مضمون ته چې یې حرکت ورکړی دی. همدغه شی د سبک په جوړښت کې ونډه لري.

   زه مین یم. دا یو مضمون دی؛ خو شاعرانه مضمون ورته نه شو ویلای. ځکه دغه مینتوب عادي خبره ده.

د شاعرانه مضمون د پنځولو لویه خاصه داده چې دغه مضامین یې څه وړ ارایه کړي دي؟ دغو مضامینو ته یې کومه جامه ور اغوستې ده؟

   یانې همدغه شی د سبک معلومول او جوړښت را په ګوته کوي. د همدغه شي په بنیاد موږ د یوه شاعر د مضمون په پنځولو بحث کوو.

   رضا براهني په طلا یې درمس ((در شعر وشاعري)) کې لیکي چې شعر دوه شکله لري. یو یې ظاهري شکل دی چې منظور ورنه وزن، قافیه، د کلمو انډول، حرکات…دی.

   دوهم یې ذهني شکل دی. چې شعر پرې حرکت کوي. چې د تخیل، فکر، عاطفې او احساس سره، سرو کار لري. چې د پنځو حسونو په واسطه یې نه شو درک کولای. بلکې د بصیرت په مرسته یې درک کولای شو. دي! زیاتوي چې دغه ذهني شکل د شعر او شاعر محتوا نه ده ؛ بلکې ((طرز حرکت محتوا است. و ارتباطی است که اشیاء با یکدیګر در شعر پیدا میکند))

 همدغه شی د سبک انداز را معلوموي. همدغه پورتني، مضامین چې ذکر شوي دي. د دغه ذهني شکل په واسطه یې په شعر کې انځورو . او دغه ذهني شګل د فکر، عاطفې، تخیل او احساس په واسطه را څرګندیږي. همدغه د شعر ذهني شکل یا داخلي شکل دی. چې دغه مضمون ته یې حرکت ورکړی دی.

   د ډاکتر احسان الله درمل مقاله مې په مدار ویپ پاڼه کې ولیده. چې د (شعر داخلي شکل) نوم یې درلوده. د شعر په خارجي شکل خو یې همدا د رضا براهني خبرې کړې وې، چې سمې او درستې دي. ولې د شعر په داخلي شکل یې یو مبهم نظر ورکړی دی.

     درمل صیب راته د یوه استاد حیثیت لري. او ما دده په يیروي په شعر او شاعرې باندې کره کتنه شروع کړې. ما ډیر څه ترې زده کړي دي. خو دا زما او دده، ممکن ذوقي اختلاف وي. ممکن درمل سم وي او زه به غلط وم. خو ښه داده چې دغه شی را وسپړل شي.

     په دغه مقاله کې چې درمل صیب د شعر په داخلي شکل یو مبهم نظر ورکړی و. یوازې یې د رضا براهني له دې خبرې نه چې ( داخلي شکل د موضوع له حرکت نه جوړیږي) بله خاصه او واضع خبره نشته پکې.

   بلاغي علوم د ذهني شکل په واسطه په شعر کې حرکت کوي. هغه که سیمبول وي، که حسن تعلیل یا نور…وي. او مضمون هم د همدغه، ذهني شکل په واسطه په شعر کې حرکت کوي. همدا د شعر داخلي شکل دی. چې رضا براهني ورته ذهني شکل وایي.

   نو که موږ د شعر د داخلي شکل تشریح کوو؛ لازمه ده چې په همدغه توکو یې خبرې وکړو. د مضمون په تشریح کولو یې باید بحث ونه شي. او مضمون یو بل شی دي. چې مفهم را رسوي. یا د شعر هغه محتواده، کومه چې مو د ذهني شکل یا د داخلي شکل په واسطه حرکت کوي. لکه حمزه بابا چې د خوشحال خټک، د یوه بیت په مضمون غونډ کتاب لیکلی دي.دغه کتاب یې په داخلي شکل نه دی لیکلی.

     د شعر داخلي شکل د مضمون دارایه کولو چل دی. یا د مضمون حرکت دی. چې د شعر ذهني شکل ګڼل کیږي.

     او بله خبره داده چې حمزه بابا د خوشال خان خټک د بیت په ذهني شکل یا داخلي شکل باندې نه دی غږیدلی. بلکې په مضمون یې بحث کړی دی. مضمون هم د شعر محتواده. خو داخلي شکل یې نه دی. شعر یوازې په همدغه داخلي شکل باندې شعر دی. کنه مضمون خو په نثر کې هم وي. یوازې یې قافیه او ردیف ور جوړ کړه؛ نور نو د شعر په نوم یې په بازار کې ګرځوه.

     حمزه بابا په دغه کتاب کې موږ ته دا نه وایي، چې ددغه بیت مضمون یې د تخیل، عاطفې او احساس په واسطه ارایه کړی دی. حمزه بابا د دغه بیت چې وحدت الشهودي مضمون دي. د ارایې په طرز باندې خبره نه کوي؛ بلکې ددغه بیت په ماهیت یا په مضمون باندې خبره کوي. چې ددې بیت محتوا هم ده. خو داخلي شکل د محتوا یا د ماهیت خبره نه ده، بلکې ددغه محتوا د ارایې چل را ښایي.

     که چیرې موږ د هغه شعر په داخلي یا یې په ذهني شکل بحث کو؛ نو تر ټولو اهمه خبره پکې احساس او ادراک ده. چې شعر یې شعر کړی دی. که دا خبره په نثر کې وشي، نو هغه خوند به یې پاتې نه شي. کوم چې د خوشال بابا احساس پکې نغښتل شوی دي. همدا د شعر داخلي شکل یا د رضا براهني په خبره ذهني شکل دی.

   دغه دارایې طرز دوه ډوله دی. چې یو یې په ذهني شکل یا داخلي شکل نوموو.او بل یې د ارایې دطرز، ظاهري شکل دي. دغه شکل د ژبنی تغیر وي. چې زما په غیرعادي بیان او د شعر مانیز تسلسل په مقالو کې پرې پوره بحث شوی دی.

پای

اخځلیکونه:

۱- طلا درمس (درشعروشاعري)رضا براهنی، کاویان چاپخانه ، تهران، چاپ دوم ،۱۳۴۷.

۲- مدار ویب پاڼه، زرکاڼی، د ډاکتر احسان الله درمل مقاله (دشعر داخلي شکل).

——————————–

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

2 COMMENTS

  1. مننه کوم تنویر صاحب، خدای دې ژوندی لره. دا لیکنه ډېر کلونه وړاندې شوې او که رښتیا ووایم اوس والله که راته یاد وي، چې څه مې لیکلي دي.تیوریک مسایل (او هغه هم ادبي) ډېری مهال تغیر کوي. دا د هغه مهال فکر و، ښه شوه، چې تا تکمیل کړ. کره کتنه باید د همدې لپاره وي، چې نیمګړتیاوې تکمیل ته ورسي، زه بیا هم له تا مننه کوم، چې هم ځېرک لوستونکی یې او هم نقاد. خدای دې وکړي، چې ستاسې لیکنې لا نوې خبرې رازده کړي او خپلو نیمګړتیاوو ته مو لا متوجه کړي.
    درنښت
    ستاسې درمل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب