شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد روغتيايي كلچر پياوړتيا ته اړتيا ده/ عمر عمران

د روغتيايي كلچر پياوړتيا ته اړتيا ده/ عمر عمران

په افغانستان كې كه يو څوك رستورانت پرانيزي، ايا د هغه د ځاى، پخلنځي، ديګونو او ډوډۍ د كنترول لپاره كوم اصول لرو؟ ايا كه د لارې د سر ډوډۍ مسافر ناروغ كړي ، بيا دا دود شته چې د رستورانت له مالكه پوښتنه وشي چې ولې ؟

   ايا په افغانستان كې د دولسم پاسو او هغو كسانو چې درس يې نه دى لوستى ، د روغتيايي كلچر په سويه كې فرق شته ؟ د دنيا په ډېرو ملكونو كې د جامدو غوړيو استعمال يا منع شوى دى ، يا خلك حاضر نه دي چې جامد غوړي وخوري، خو په افغانستان كې څومره كورنۍ په دې خبرې دي چې كوم غوړي يې د صحت لپاره بهتره دي ؟ په  افغانستان كې اته ميليونه زده كوونكي په مكتبونو كې سبق وايي. د دې خبرې معنا دا ده چې د كابو هر كور يو يا تر يوۀ زيات ماشومان په ښوونځيو كې دي . خو كه چېرې د روغتيايي كلچر اساسا ت زموږ د معارف په كتابونو كې په لازم او اغېزمن ډول مطرح شوي واى ، نو اوس بايد كابو ټولې كورنۍ د دغه كلچر له اصلي ټكو سره بلدې واى ، مګر په عمل كې وينو چې داسې نه ده.

  د بازارونو په فوق العاده ناولې فضا كې د سړك د سر ډوډۍ ، د قصابي په دوكانونو كې د  مچانو ګڼه ګوڼه، په لويو اخترونو كې په هره كوڅه كې د څارويو حلالول، ماښام پخه كړې ډوډۍ د غرمې په مشتريانو پلورل، په بسونو ، ادارو او سرپټو عمومي ځايونو كې د سګريټو څكول، په تېرو لس كلونو كې د كابو هرشي د بيې له څو چنده كېدو سره سره بيا هم په لس ، پنځلس افغانيو د يوه پاكټ سګريټو تر لاسه كول، په كورونو كې په حامله ميندو باندې هغومره كار كول لكه په روغو كسانو باندې، په درملتونونو كې د تقلبي درملو شتون، د ماشومانو د روزنې په برخه كې د چيرته ډب، هلته ادب مفكورې عاموالى ، د كورونو په جوړولو كې روغتيايي اصولو ته پام نه لرل، د كوڅو چټلوالى، د ايډز ، سل او داسې نورو خطرناكو ناروغيو څخه د ځان د ساتلو په برخه كې د معلوماتو نشتوالى او داسې نور ګڼ موارد مو په دې يقيني كوي چې زموږ روغتيايي كلچر ډېر كمزورى دى.

  كه موږ ښه ډاكتران، ښه روغتونونه او ښه روغتيايي امكانات هم ومومو خو چې روغتيايي كلچر مو كمزورى وي، چندان ګټه ورنه نه شو تر لاسه كولى . د نړۍ په پرمختلليو هيوادونو كې د عمر متوسطه اندازه څو اتيا كلونو ته رسېدلې ده خو په افغانستان كې دغه اندازه د دوه څلوېښت او پنځه څلوېښت كلونو تر منځ اټكل كېږي. د دې خبرې معنا دا ده چې په افغانستان كې د هغو كسانو تعداد خورا زيات دى چې په ماشومتوب او ځوانۍ كې مري. كه موږ په خپله ټولنه كې د روغتيايي كلچر غوړولو ته لازمه توجه وكړو، د عمر متوسطه اندازه په سرعت سره زياتېدلى شي.

  زموږ په هيواد كې د نړۍ د نورو وروسته پاتې ټولنو په څېر ماشومان تر ډېره حده له هغو ناروغيو مري چې مخنيوى يې ممكن دى . مثلا د اسهال ناروغي هر كال د زرګونو افغان ماشومانو د مړينې سبب ګرځي چې كه چېرې د ميندو روغتيايي معلومات يو څه زيات شي نو د دغو اكثرو ماشومانو د مړينې او ان ناروغه كېدو مخنيوى ممكن دى .

 دوه کاله پخوا په ميزان كې د لومړي ځل لپاره د لاس وينځلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې په خپلو راپورونو كې وويل چې په نړۍ كې  هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.

   د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ الصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده. د دې مثال له راوړلو منظور دا دى چې ډېر ځله په يو ساده روغتيايي واقعيت باندې پوهېدل د  انسان د مرګ مخه نيسي.

  د روغتيايي معلوماتو د كموالي په وجه ډېر ځله په كليو ، بانډو او ان ښارونو كې وينو چې په عصبي ناروغيو او ان په ساري او ميكروبي ناورغيو مبتلا كسان تعويذ ګرو ته ورځي او يوازې هغه وخت ډاكتر ته مراجعه كوي چې ناروغي ډېر پرمختګ كړى وي.

 دغه راز ، ډېر ځله وينو چې ډاكتر ته د ناروغ د رسولو په برخه كې اصلي فيصله د كور نارينه مشر كوي. ښځه يا ماشوم به  وايي چې صحت مې ښه نه دى او په تكليف يم، خو د كور نارينه مشر به وايي ، نه اوس ډاكتر ته د تلو ضرورت نشته. دغسې ناسم كورني روابط هم چې تر څه حده پورې د كمزوري روغتيايي كلچر پيداوار دي، د كور د ماشومانو او ښځو د روغتيايي مشكلاتو د زياتېدو يو لوى عامل بللى شو.

  زموږ د دوديز روغتيايي كلچر يو منفي اړخ دا هم دى چې مختلفو ناروغيو ته مو يو نوم وركړى او بيا وايو چې د پلاني سړي هم همدا مرض و ، او له پلانۍ دوا يا پلاني دم سره ښه شو. مثلا هغه څه ته چې موږ زيړى وايو او يو مرض يې ګڼو ، په حقيقت كې يو مرض نه دى او د علاج مختلفې طريقې لري خو زموږ په ګڼو كورنيو كې ټينګار كېږي چې پلاني هم د زېړي تكليف درلود، دم كړى پياز يې په غاړه كړ او اوس روغ ګرځي.

  په افغانستان كې د موجود دوديز روغتيايي كلچر د كمزوريو په اړه او په علمي اساساتو ولاړ روغتيايي كلچر د خپرېدو لپاره كار ته اړتيا ده. اوس چې په افغانستان كې اته ميليونه زده كوونكي ښوونځيو ته ځي او په افغانستان كې د راډيوګانو او تلويزيونونو تعداد په بې ساري ډول زيات شوى دى ، د روغتيايي كلچر له اساساتو سره په لنډه موده كې د خلكو اشنا كول ډېر ستونزمن كار نه دى . موږ په دې اړه جدي ګامونو ته اړتيا لرو.

  موږ بايد له دغو بې ساريو تبليغاتي امكاناتو د خپل ژوند د بهترۍ لپاره استفاده وكړو او د روغتيايي كلچر په پياوړتيا كې ورنه كار واخلو.

  رسنۍ ، تعلیمي نصاب او دیني علما د روغتیایي کلتور په عامولو کې لویه ونډه لرلای شي.

—————————–

دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ م کال د جنورۍ په ۸ مه په تاند کې خپره شوې وه.

1 COMMENT

  1. ډاکټر حمیدالله زړءه ور صاپی/بلجیم
    سلامونه محترم عمر عمران صیب او د تاند وزمينې بریښناپاڼې درنو چلوونکو او لوستنکو خویندو وروڼو ته!
    د یو پخواني مډیکل ډاکټر په حیث مې دا څو کرښې لازمې وګڼلې چې د لیکونکي په تاءييد تاسو سره شريکې کړم.
    د نړۍ په نورو هیوادونو کې ولسونه د چاپیریال ګکړ تیا کمول،د ساري مرضونو مخنيوئ، د ماشومانو ودې،تغذيې او روزنې ، د ژوند د کچې پورته بیولو…او د متوسط عمُر زیاتوالي لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي ؛ مګر له بده مرغه افغانستان د پورتنی شاخصونو پېر ضد دنړۍ تر ټولو هیوادو فاسد ملک کیدو خوا ته روان دی.(د ډ. صیب ځلاند خبره چې شمالي کوریا او ثومالیا کې خو حکومات نسته، نو زمنږ ملک فساد کې اول دی!). البته د روغتیا یا صحت سکتور هم له دې فساده خالي نه ښکاري.
    اول خو دا ؟ وکړو چې ع. عمران صیب دا لیکنه په ۲۰۱۳ کې د چارواکو تر نظر تیره کړې وه، مګر دا ۳ کلونو کې کوم + تغير راغلی؟؟. زه فکر کوم ځواب منفي دی. تاسو فکر وکړئ هر کال په ملیاردونو $ پاکستان، هند، ایران …. ته د ناروغانو په مهاجرت مصرفېږي!. دا دومره استادان، علما، د بې شماره پوهنتونونو زده کړیالي ، مشاورین صیبان ا.د.ن.(او داسې نور) ولې خپلو خلکو ته قناعت نشي ورکولای چې، ډاکټري، طبابت، خارج او داخل کې یو رقم دي ، پاکستانی ډبګرۍ ډاکټر خو ۲ مغزونه نلري او بیا چې د پره دي ملکونو مسافرئ، بیوسۍ، حیرانئ د خپل وطن سره مقایسه کړای شي آیا په دومره مصرفو ارزي ؟. خلک له تجار-مآبه طبیبانو نه مایوسه شوي او لکه د بیکاره ځوانانو ډلې اخوا دیخوا ځغلي.
    د وطن ډیرئ خلک په تیره بیا کلیوالي سيمو او جنګ-ځپلو ولسوالیو وګړي بېسواده دي ، تاوتريخوالی یا خشونت پکې ژر تاءثیر کوي ،په زیارتونو او تعویزاتو ډیره عقیده لري ؛ سمو علماوو ته په کار ده چې خلکو ته علمِ-حال بیان کړي او له خرآفاتو ېې وژغوري.
    د ډاکټر صایبانو د تشخیص او تداوي په باب څه وخت مخکې (ډکتورس صایبې نادیه )په ټول افغان سایټ کې لیکنې کړې وې چې فکر کوم دلته به د مطلب د اوژدیدا سبب شي.
    فاعتبروا یا اولوالابصار!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب